د لاس رسي وړ اتصالات

زاخیلوال د ځینو وکیلانو نومونه افشا کړل


د لومړی ځل لپاره یو افغان وزیر د خپلی استیضاح په غونډه کی د ولسی جرګی ځینی غړی په قاچاق او د قانون نه په سرغړونو تورن کړي. د مالیې وزیر د دغو استازو نومونه او غیر قانوني غوښتنې افشا کړي دي.

حضرت عمر زاخیل وال له استیضاح نه وروسته بیرته د ولسي جرګې د غړو نه د اعتماد رای ترلاهس کړه او د افغانستان د مالیی د وزیر په توګه په خپلې دندې پاته شو.

د افغانستان ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ په یوې بیساري غونډې کې د هېواد د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیل وال استیضاحیه غونډې ته ورغوښتی وو.

د سیګار د موسسې د ادعا پر بنسټ د ۴۵ ملیونو ډالرو غلا ، د هیواد د عوایدو ۲۰ په سلو کی راکمیدل، ، یوې مخابراتي خصوصی شبکې ته د پیسو ورکونه ، د ټکسونو نه راټولول، د نړیوال بانک د ۲۵ ملیونو ډالرو ورکړې لادرکه کیدل ، د سګرټو پر وارداتو باندې د ټکسونو نه لوړول په لوړو عایداتي څوکیو باندې د خپلو خپلوانو ګمارل ، ولسي جرګې ته سپکاوی او همدا رنګه د اریانا د هوایي شرکت نه ناقانونه ګټه اخیستنه هغه تورونه دي چې د ولسي جرګی د غړو له خوا د مالیی پر وزیر ولګېدل .

د ولسي جرګې غړي لطیف پدرام وایی د نن ورځې د اسضاحیه غونډې په هکله داسي وویل:،،که چا د شرابو قاچاق کړی او تاسو پرې خبر وی یا مو د هغوي دوسیه پټه کړې یا تاسو د استیضاح غونډی ته د ورتګ نه ډډه کړې، تاسو د قطعیی په ارتباط ناقانونه اسناد جوړ کړی دی ، د سیګار کمیسیون ویلی چی موږ د افغان دولت خزانی ته ۴۵ ملیون ډالره ورکړی تاسو چی د دولت خزانه دار وی ولي د دغو پیسو په اړوند ناخبره یاست ؟ولي د دولت عواید کم شويی دي ؟،،

میر بت خان منګل بیا پر زاخیل وال تور ولګوی چې نشی کولای د قاچاق وړونکو او هغه کسانو په وړاندې مقاومت وکړي چی غواړی د غیر قانوني لارو نه پر مالیی وزیر باندې خپلی غوښتنې تحمیل کړي . ،،څنګه د هغوي په وړاندې جدي دریځ نشی لرلی ؟ ته باید د هغه چا نومونه په ښکاره اعلان کړی چې د مشروباتو په قاچاق کې لاس لري او که تا داسي وکړل نو موږ به دي تقدیر هم کړو.،،

د ولسي جرګې بل غړی حفیظ منصور بیا تور لګوي چې د مالیې وزیر پر ولسی جرګې تورلګولی چی ورکې قاچاق وړونکو او د شرابو خرڅونکو ځای نیولی دی . د ولسي جرګی دغه غړی د مالیی وزیر نه وغوښټل چی په ولسي جرګې د تورونو لګولو په ځای دي د هغو شراب خرڅونکو او قاچاقوړونکو نومونه افشا کړي چی په ولسی جرګی کې غړیتوب لري .

په نننی غونډه کی نه یواځی د مالیی وزیر د تورونو تر باران لاندې وو بلکې مالیی وزیر هم د ولسې جرګې په څو تنو استازو باندې لفظي برید وکړ او د هغوي غیر قانوني کړنې او غوښتنې یی افشا کړې هغه وایي ځکه څو څو واري د ولسي جرګې له خوا استیضاح شوی دی چی ځینو کسانو د هغه له قانونی کړنو پر اساس خپلې ګټی له لاسه ورکړي دي .

،،د دوو کلونو نه په کمه مودې کی ولي د مالیی وزیر په دومره فشار سره تر برید راغی زما د مالیی وزارت په وخت کی ۱۵۰ ملیارده افغانی دغلو له کومې راویستل شوي او د افغانستان بودجی ته سپارل شوی دا تاوان یو شمیر کسانو لپاره د زغملو وړ نه دی. څوک چی اوبه خړوي او کبان نیسي د شفافیت په وده کې خپل تاوان ګوري هم په کور دننه او هم له هیواده بهر هغه کسان چې په افغانستان کی د ظرفیتونو د نشتوالی په پلمه یې هر کال په ملینونو ډالر تر ستوني تیرول خپل ټول امکانات په کار اچوی چی زموږ لاس ته راوړنې بې ارزښه کړي.،،

د مالیی وزیر په زغرده د ولسي جرګی غړی حاجی ظاهر قدیر تورن کړ چې د وړو په قاچاق کې لاس لري ،،په ننګرهار کې مو د وړو قاچاق ونیول. ماته وکیل صیب ظاهر قدیر زنګ وواهه چې دا موټر پریږدی ما ویل باید دا حقیقت را پيدا کړم چی څنګه کار دی. یو شمیر اسناد مي له دیخوا او د پاکستان نه تر لاسه کړل چې او دا معلومه شوه چې دا قاچاق وړه د حبار قدیر او قهار قدیر او د سولې کاروان په نامه شرکتونو پوري اړه لري. موږ دا موندله چی ۱۲۳۹۲ موټره اوړه له پاکستان څخه راغلي دي چې ۴۵۸۳ یې قاچاق شوي او د دغه قاچاق ارزښټ ۲۶۹ میلیون ډالره کیږي.،،
خو زاخیل وال وایي دا غیر قانوني غوښتنه یې نه ده منلي . همدارنګه د مالیې وزیر د قندهار استازی لالی حمید زی چی له زاخیل وال نه یی غیر قانوني غوښتنې کړي دي او تر څنګ یې د دغه وزارت یو کارکونکی ته د مرګ ګواښ کړی، هم خلګو ته افشا کړی.

د فراه ولایت استازی سمیع الله صمیم په خپل ولایت کی د تیلو د قاچاق په اړه او له ماسکو نه یی د ۵۰ بوتلو قاچاقي شرابو په راوړلو له زاخیل وال نه مرسته غوښتې خو زاخیل وال وایي ما هغه څارنوالی ته معرفی کړ.له بلي خوا کله چې یې د پکتیکا ولایت د ګمرک مدیر د قاچاق کونکو سره د مرستې په خاطر له خپلی دندی ګوښه کړی نو د هغه پلار سلیمانخیل چې په ولسي جرګه کی د پکتیکا استازی دی پر زاخیل وال یی فشار راوستی تر څو زوی یی بیرته په خپلی دندې وګماري. زاخیل وال وایي ځینو استازو ورته دا ګواښ هم کړی وو چی که غیرقانوني غوښتنې یې ونه مني او ورسره مرسته ونکړي نو دی به یې د استیضاح غونډه ورخرابه کړي.

په دې ډول زاخیل وال هغه لومړی وزیر دی چې د ولسي جرګې له خوا یې پر ځان د لګیدلو تورنو دفاع وکړه او دا ادعا یې وکړه چې د ولسي جرګې ځیني غړي د الکولو ، تیلو، وړو او نورو توکو په پراخ قاچاق کې لاس لري.

بهارت صابر آشنا رادیو کابل
XS
SM
MD
LG