د لاس رسي وړ اتصالات

ولسي جرګې ولې د شپې ۱۲بجو بېړنۍ غونډه را غوښتې وه؟


د افغانستان ولسي جرګې له وکیلانو سره د پولیسو د چلند په اړه د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت شورا د سلاکار مشاویر د شپې ۱۲ بجې د پارلمان بېړنۍ غونډې ته ورغوښتي و.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، یاده بېړنۍ غونډه د پولیسو د ځانګړي قطعې د سرتېرو لخوا د وکیلانو د ځورنې په غبرګون کې رابلل شوې وه.

دغه بېړنۍ غونډې ته د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود انداربي او د ملي امنیت شورا د سلاکار مشاویر سرور احمدزی ور بلل شوي و.

د ولسي جرګې غړي ګل احمد کمین د شنبې په ورځ د اکتوبر پر۱۲مه«تلې۲۰مه» امریکا غږ ته وویل، چې د کورنیو چارو وزارت اړوند د پولیسو ځانګړي قطعې سرتېرو په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د ولسي جرګې غړو د ځورونې لړۍ پیل کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د پولیسو یاده ځانګړې قطعه د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې سیار چیک پاینټونه لري، چې د نوموړي د ادعا له‌مخې په ځانګړي ډول د ولسي جرګې غړي څاري.

هغه زیاته کړه:"د پولیسو د یادې قطعې سرتېرو پرون د کابل ښار د پلچرخي په سیمه کې په ولسي جرګه کې د هلمند وکیل، عزیزي، د کونړ وکیل صافی، د کوچیانو استازې مریم سلېمانخېل او د سیکانو استازی ندرسینګ درولي و او د هغوی سپکاوی یې کړی دی."

ښاغلي کیمن زیاته کړه، چې د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي او د ملي امنیت شورا د مرستیال مشاویر د وکیلانو تر شکایت وروسته بخښنه غوښتې او په دې اړه یې د څېړنو ډاډ ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړه، په داسې حال کې چې افغانستان دا مهال له یو ډېر حساس پړاو څخه تېرېږي، له یادې قیضې داسې معلومېږي، چې د یوې دسیسې په شکل د مقننه او اجرائیه قوې ترمنځ جنجال رامنځته شي.

بلخوا د افغانستان د کورنیو چارو وازرت ویاند نصرت رحیمي هم نن شنبه رسنیو ته ویلي، چې د کورنیو چارو وزارت د پولیسو او ولسي جرګې د غړو ترمنځ د تېرې شپې رامنځته شوي قضیې په اړه څېړنې کوي.

هغه ویلي:"د قانون تنفیذ او د عامه نظم ساتنه د پولیسو له اصلي دندو څخه ده، کومه قضیه چې تېره شپه د ملي پولیسو او محترمو وکیلانو ترمنځ رامنځته شوې، په جدي او عادلانه ډول تر څېړنو لاندې ده."

د افغانستان د ولسي جرګې غړي بیا وايي، چې د رامنځته شوي قضیې جرړې باید معلومې شي، تر څو د مقننه او اجرائیه قوې ترمنځ د جنجال رامنځته کېدو مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG