د لاس رسي وړ اتصالات

په غزني کې د سولې د شورا ریْس په نښه شوی


افغان چارواکي وايي چې د یکشنبې په ورځ د سړک غاړې د بم د چاودنې په نتیجه کې د افغانستان د سولې د عالي شورا یو جګپوړی غړی سخت ټپي شوی دی.

د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ مرستیال فضل احمد وايي چې ددغه ولایت د سولې د شورا ریْس اوس په روغتون کې د درملنې لاندي دی او روغتايي وضیعت یې وخیم ګنل شوی دی. هغه د درو نورو کسانو سره هغه مهال ټپي سو چې موټر یې په دغه ولایت کې د سړک غاړې پر بم ور برابر سو. د موټر چلونکی په پېښه کې وژل شوی دی.

د سولې عالي شورا تقریقا ۸۰ غړي لري او د ولسمشر حامد کرزي له خوا ورته دنده سپارل شوې چې د افغانستان د شخړې د حل دپاره د مخالفینو سره د روغې جوړې حل لارې پیدا کړي.

بلي خوا ته بیا حکومت ویلي دي چې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښتو کې ۶۴ طالبان او ۱۴ افغان سرتیري وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴ طالبان د افغان ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي او ۱۴ افغان سرتیري د سړک غاړې د بمونو د چاودنو له وجې وژل شوي دي.


دغه وزارت وايي چې د وژل شویو طالبانو له جملې نه لس کسه یې د وردګ په ولایت کې وژل شوي دي. همدا راز درې کسه افغان سرتیري هم د وردګ په لایت کې د درنو وسلو او سړک غاړې د بمونو په بریدونو کې وژل شوي دي.

د هلمند په ولایت کې هم ۷ افغان سرتیري د سړک غاړې د بمونو په چاودنو کې وژل شوي دي او پاتې ۴ نور سرتیري د هیواد په بیلابیلو برخو کې په نورو بریدونو کې وژل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې پولیسو ۳۷ طالبان د عملیاتو په ترڅ کې وژلي دي. دغه وزارت د پولیسو د مرګ ژوبلې په هکله کوم ريپوټ نه دی ورکړی.
XS
SM
MD
LG