د لاس رسي وړ اتصالات

د حکومت پخوانی وسله وال مخالف شاه ولي وايي غواړي هیواد یې آباد شي


د کندوز ولایت اوسیدونکی یو ځوان چې د سولې له پروسې یو ځای شوی وايي چې دده ژوند د سختۍ سره مخامخ وو او غوښتل یې چې پاتې ژوند په سوله او آرامۍ کې تیر کړي ځکه نو د سولې له پروسې سر یو ځای شو.

شاولي نوی د سولې له پروسې سره یو ځای شوی، او نیت لري چې پاتي ژوند په ارام تیر کړي، واده وکړي او د خپلې کورنۍ دخوشاله ساتلو لپاره کار وکړي، شاه ولي اوس درویشت کلن دی، پاتي ژوند ته په طمعه دی چې په امن او خوشالۍ به ژوند وکړي، هغه په تیرو څو کلونو کې چې د دولت له مخالفینو سره یې یو ځای تیرې کړي ترخې خاطرې لري، شاه ولي وايي چې ده به د غنمو په پټو کې شپې کولې او خلکو په کورونو کې نه پریښوده:،، پاکستان ته چې لاړم هغوي نه غوښتل چې افغانستان جوړ شي، کله چې له هغه ځایه راغلم نو شپې له خوا به مې په پټو کې شپې کولې.،،

شاه ولي د سولې له پروسې سره د یو ځای کیدو یو علت دا ښوده چې ده ته د مخالفینو له خوا د ورسپارل شوې دندې د نه تر سره کولو له امله له دولت سره یو ځای شو، هغه وايي چې دې له یو ټوپک او درې ماینونو سره د سولې له پروسې سره یو ځای شوې: ،، کله چې راغلم ځینې کسان یې راوښودل چې هغه باید ختم کړم خو ما په زړه کې وویل چې دا خو مسلمانان دي که زه یې ختم کړم نو نه زما جهاد شو او نه مې ثواب دا خو مسلمانان دي نو بس راغلم او د سولې له پروسې سره یو ځای شوم.،،

شاه ولي وايي چې دې غواړي چې هیواد یې اباد شي او یو هوسا او اباد هیواد ولري: ،، مونږ باید لمونځ وکړو او پردی حق ونه خورو او واده مې نه دې کړې نیت لرم چې واده وکړم او ارام ژوند ولرم.،،

د سولې پروسه له تیرو دوه نیمو کلونو را په دیخوا په کندوز کې فعالیت کوي چې تر اوسه ورسره یو شمیر د دولت مخالف وسله وال یو ځای شوي دي: ،، د هغو کسانو چې سولې له پروسې سره یو ځای کیږي دوي ته که مسلکي وي مسلکي کاروبار پیدا کیږي او یا به ورته د کار زمینه برابریږي.،،

د کندوز یو شمیر نور ځوانان بیا وايي چې هر ځوان باید د خپل هېواد د ابادولو نیت ولري ځکه دوي د ګاونډیو هیوادونو د جګړو شاهدان هم دي خو هغوي چې سوله یې کړې د ښه او هوسا ژوند څښتنان دي: ،، یو شمیر ځوانان بې ځایه ګرځي او همدا علت دی چې اخر وسلې ته لاس واچوي، مونږ د ګاونډیو هیوادونو شاهدان یو چې هغوي هم په جګړه کې اخته وو خو سوله یې وکړه او اوس اباد هیواد لري.،،

شاه ولي یواځنی هغه ځوان نه دې د سولې له پروسې سره یو ځای شوی او د هوسا ژوند په هیله دی، بلکه په تیرو څو کلونو کې پنځه سوه تنه ځوانان د سولې له پروسې سره یو ځای شوي او اوس د خپلې کورنۍ د هوساینې لپاره کار کوي.

XS
SM
MD
LG