د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: د حزب اسلامي د ګوند د استاځو سره مو کتلي دي


کرزی: د حزب اسلامي د ګوند د استاځو سره مو کتلي دي
کرزی: د حزب اسلامي د ګوند د استاځو سره مو کتلي دي

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په هیواد کي د سولي او ثبات راوستو د پاره په خبرو باندي ټینگار کړی دی. خو د هغه دا وروستۍ هلي ځلي طالبانو ته متوجه نه وې.

ښاغلي کرزي نن د شنبې په ورځ د افغانستان پارلمان ته وویل چي ده په دې وروستیو وختو کي د حزب اسلامي د گوند د آستاځو سره چي مشر یې گلبدین حکمتیار دی کتلي دي. حزب اسلامي د افغانستان او پاکستان دواړو هیوادونو په سرحدونو کي فعال دی او پخوا یې په امریکایي ځواکونو باندي حملې کړي دي.

د افغانستان ولسمشر وویل چي دواړو خواوو « د ورورگلوۍ او دوستۍ » په توگه خپل نظرونه څرگند کړل او دی دې ته خوشبین دی چي په په راتلونکي کي به داسي نوري خبري هم وشي.

ښاغلي کرزي دا تبصره فقط څو ساعته مخکي له هغه وکړه چي ټاکل شوې وه د امریکا د خاص آستاځي ( مارک گروسمن ) سره وگوري. گروسمن کابل ته ددې د پاره تللی دی چي په هغو پلانونو باندي وغږیږي چي غواړي د طالبانو سره رسمي خبري پیل شي.

په هغه بیانیه کي چي په کابل کي د امریکا سفارت خپره کړې، گروسمن ویلي دي چي دی د روغي جوړي د جریان په نورو پړاونو باندي خبرو کولو ته سترگي په لاره دی. هغه وویل چي امریکا « په هره توگه چي کولای شي په ریښتیا مرستي کولو ته تیاره ده. »

له بلي خوا په افغانستان کي تشدد او شخړي دوام لري او چارواکو ویلي دي چي په هرات کي څلور سرحدي پولیسان هغه وخت ووژل سول چي موټر یې د سړک په غاړه په یوه بم وربرابر شو. او وروسته یاغیانو لاسی بمونه او سپکي وسلې استعمال کړې.

په لښکر گاه کي هم د سړک په غاړه د بم په چاودنه کي درې ملکیان وژل شوي او دوه نور زخمي شوي دي. او د افغانستان په جنوب کي د ناتو د قواوو یو عسکر نن د شنبې په ورځ وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG