د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي:د احمدي په بدل کې طالبان غوښتنې لري


Fariba Kakar
Fariba Kakar
د غزني ولایت چارواکي وایي چې د افغانستان د پارلمان یوه غړې به چې څو ورځې مخکي په غزني ولایت کې وسله والو سړو تښتولې وه او اوس هم ورسره ده، د طالبانو د هغو څلورو قوماندانانو په بدل کې آزاده شي چې حکومت نیولي دي او فعلا ورسره په غزني کی په محبس کې پراته دي.

د امریکې دAP خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ ریپوټ ورکړ چې د غزني د ولایتي شورا دوو غړو، امان اله کامراني او حمیدې گلستانۍ دغه خبره تصدیق کړې ده او وایي چې دپارلمان غړې میرمن فریده احمدي کاکړه به چې په ولسي جرګه کې د قندهار ولایت استازیتوب کوي، د څلورو یاغي طالبانو سره تبادله شي.

د ایې ایف پي خبري اژانس د عزني د مرستیال والي محمد علي احمدي له خولې لیکلي دي چې د فریبا احمدي دوه لوڼې او یو زوی دوه ورځې له مخه خلاص شول خو په خپله فریبا احمدي تښتونکو یوه بل نامعلوم ځای ته انتقال کړې ده او په هغې پسې لټون لا تر اوسه دوام لري.

د غزني ولایت مرستیال والي محمد علي احمدي امریکا غږ ته ویلي دي چي په موضوع کې یوازي د غزني والي، امنیه قومندان او د ملي امنیت د ادارې مشر د خبرو صلاحیت لري او دوي ته پدې باب د څه ویلو اجازه نشته،، زه که په خپله پدې باب معلومات هم ولرم ، نه یې شریکوم، ځکه پدې برخه کې والي صاحب، قومندان صاحب د امنيې او رئیس صاحب د امنیت ملي کارکوې. زه یوازي اداري کارونه کوم.،، .

د افغانستان مرکزي حکومت لا تراوسه پورې په رسمي ډول نه د پارلمان د یادشوې غړې په برمته کېدو باندې تبصره کوي او نه ددغې پیښې تصدیق کوي.

میرمن فریده کاکړ د شنبې په ورځ هغه مهال وتښتول شوه چې د غزني پر لاره د خپلو ماشومانو سره یو ځای په موټر کې قندهار ته روانه وه.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د پارلمان په ٢۴٩ څوکیوو کې یواځي ٦٩ میرمنې دي.
XS
SM
MD
LG