د لاس رسي وړ اتصالات

دوستم تر یوې اونۍ افغانستان ته راځي – جنبش


د ملي جنبش ویاند ته ینج وویل چې ښاغلی دوستم اوسمهال په ترکیه دی
د ملي جنبش ویاند ته ینج وویل چې ښاغلی دوستم اوسمهال په ترکیه دی

د افغانستان د ملي جنبش ویاند بشیر احمد تهینج، وایي چې د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال او د جنبش د گوند مشر عبدالرشید دوستم، تر یوې اونۍ پورې بیرته افغانستان ته راځي.

ښاغلي ته ینج د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې افغانستان ته له راتگ سره سم به ښاغلی دوستم د جمعیت اسلامي او د افغانستان د خلکو د وحدت گوند له مشرانو یوه نوي سیاسي جبهه اعلان کړي.

ښاغلي ته ینج دا هم وویل چې ښاغلی دوستم اوسمهال په ترکیه دی.

دا په داسې حال کې ده چې د رپوټونو له مخې هغه الوتکه چې ښاغلی دوستم په کې سپور و د دوشنبې په ماښام د مزار شریف په هوایي ډگر کې د ښکته کیدو اجازه ترلاسه نه کړه او هغه بیرته ترکیې ته ولاړ.

خو د ښاغلي دوستم دفتر او د افغانستان د ملي اسلامي جنبش گوند دا موضوع رد کړې ده.

د ملي اسلامي جنبش ویاند امریکا غږ ته وویل چې افغانستان ته د ښاغلي دوستم د راتگ په وړاندې هیڅ خنډ نشته او د هغه په وینا د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال هیواد ته د راتللو لپاره د هیڅ مقام اجازې ته اړتیا نه لري.

دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان لوی څارنوالۍ ویلي وو چې جنرال عبدالرشید دوستم او د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچې دوسیه بشپړه شوې او هغه یې د افغانستان سترې محکمې ته استولې ده.

له بلې په کابل کې د امریکا د سفارت شاردافیر سفیر هوګو لارنس د جنرال دوستم او احمد ایشجي د قضیې د پلټنو د دوام غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي چې د جنرال دوستم قضیې ته سیاسي او قومي بڼه ورکول د قانون حاکمیت او سولې او ثبات ته زیان رسوي.

ښاغلي لارنیس ویلي وو چې روان حقوقي بهیر د قانون حاکمیت او د بخښنې د کلتور سره د مبارزې په وړاندې د افغان حکومت د ژمنو څرګندونه کوي او د هغه په وینا "دا افغانانو او نړیوالۍ ټولنې ته دا پیغام ورکوي چې هیڅوک، له قانون څخه پورته نه دی".

د دوستم-ایشچي د قضیې د څیړلو په هکله د امریکا د شاردافیر د جدي غوښتنې وروسته تیره اونۍ اروپایي ټولنې او ناروی هم له افغان حکومت څخه ددې قضیې د شفافه څیړلو غوښتنه وکړه. اروپایي اتحادیې په یوه اعلامیه کې پر وخت د دغو پلټونو د بشپړیدو د غوښتنې سربیره ویلي چې باید په دې قضیه کې د معافیت له فرهنگ نه کار وانخستل شي.

XS
SM
MD
LG