د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د مطبوعاتي مرکز نه د امریکایانو ایستل یوه اداري فیصله وه


امریکا: د مطبوعاتي مرکز نه د امریکایانو ایستل یوه اداري فیصله وه
امریکا: د مطبوعاتي مرکز نه د امریکایانو ایستل یوه اداري فیصله وه

متحده ایالات واېې چې د افغانستان د حکومت د هغه مطبوعاتي مرکز نه ېې خپل سلاکاران ایستلي دي چې د امرېکې حکومت ورته پېسې ورکولې.

په کابل کې د امرېکا د سفارت ېوه مطبوعاتي بیانیه چې پرون د چارشنبې په ورځ خپره شوې، واېې چې امرېکا په کابل کې د افغانستان د حکومت دمطبوعاتو د مرکز سره په خپلو اړېکو باندې له سره غور کوي.

خو د افغانستان دحکومت ځېني ماموران په دې نظر دي چې دامریکا حکومت دا اقدام وروسته دهغې وکړ چې د ډېسمبر په 24 مې نېټې نوموړي مرکز د افغانستان د حکومت ېو مطبوعاتي کانفرانس جوړکړې ؤ چې په هغې کې د شپې له خوا د ناټو دځواکونو بمبارۍ او د کورونو لټول په ډېر سختو الفاظو وغندل شول.

خو د امرېکا دسفارت ېوې وېاندې، مېرمن گېوېن سنډوال، خبرېالانو ته ووېل چې دټاکلي تقسېم الاوقات په رڼا کې د افغانستان نه دامرېکاېې ځواکونو د ایستلو په لړ کې، ددغه مطبوعاتي مرکز په هکله ډېرمخکې پرېکړه شوې وه او دغه اقدام د نوموړي مرکز له خوا د خپرې شوې مطبوعاتي وېنا سره څه تړاو نه لري.

مېرمن سنډوېل ووېل اصلا امرېکا غواړي چې خپلې پېسې په مناسب ډول خرڅې کړي او په داسې حال کې چي د امرېکاېې پرسونل نه د افغانستان د حکومت ځواکونو ته دانتقال بهیر عملي کېږي، د مالي منابعو نه ېې پوره گټه واخېستل شي او هم ېې موثریت زېات شي.

د دغه مرکز مرستېال صفت اله صحاف ساپی واېې چې امرېکاېانو ورته دمخکې نه په دې هکله اطلاع نه وه ورکړې. هغه وویل هیله لري چې امرېکا به خپلې مرستې جاري وساتي.

د ډېسمبر په 24 مه نېټه په کابل کې ددغه مرکز د مطبوعاتي کانفرانس په دوران کې دحکومت ېوه هېت چې د ولسمشر حامد کرزي په امر د شپې له خوا دناټو د ځواکونو د حملو او کورونو د لټولو په اړه د حقاېقو د معلومولو په خاطر جوړشوې ؤ، خپل رېپوټ خبري رسنېو ته وړاندې کړ.

ولسمشر کرزي مخکې هم څو وارې د امرېکا تر مشرۍ لاندې په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو نه غوښتلي و چې دشپې له خوا دي حملې او تلاشۍ پاې ته ورسوي. د همدغې مسلې په سر د افغانستان د حکومت او نړېوال اېتلاف تر منځ ډېر خپگان راپورته شوی دی.

خو ناټو د شپې له خوا دخپلو عملېاتو نه دفاع کړې او واېې چې د طالبانو د پاڅون د مشرانو دنېولو او څپلو لپاره دشپې عملېات مهم دي. ناټو واېې چې د شپې عملېات د افغانستان د حکومتي ځواکونو په ملگرتېا سر ته رسوي. اوس مهال په افغانستان کې دامرېکا په نظامي مشرۍ،١٣٠،٠٠٠ خارجي عسکر د طالبانو سره جګړه کوي.

XS
SM
MD
LG