د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د صحرايي محکمو او ښوونې او روزنې د پوهنتون په هکله لاریون شوی


هلاکت غیر نظامیان به اثر انفجار در جنوب افغانستان
هلاکت غیر نظامیان به اثر انفجار در جنوب افغانستان
د کابل پوهنتون محصلینو او د مدني ټولنې او بشري حقونو استازو په افغانستان کې د صحرایي محکمو دایرول وغندل. دوي وایي په ټولنه کې جرمونو ته رسیدګي یواځي او یواځي د قانون او محاکمو کار دی خو د دغه ډول صحرایي محاکمو جوړول د دولت د کمزورۍ په مانا ده .

د کابل پوهنتون محصلینو او په افغانستان کې د مدنی ټولنې غړو نن په کابل ښار کې د یو لاریون د جوړولو په ترڅ کی په دغه هېواد کې د صحرایي محاکمو جوړونه وغندله.
دغه لاریون کونکي وایي په هغه ټولنه کې چې قانون او محکمې موجودې وي، د صحرایی او په خپل سرو محکمو دایرول او د هغو په ترڅ کې خلکو ته د مجرم خطاب او سزا ورکونه یو بشري جنایت دی .

دغه لاریون کونکي چی ډیر ورکې د بشري حقونو او ښځو د حقونو د سمبالولو د برخو ښځینه کارکونکي و په خپل پریکړه لیک کې یې داسي وویل: ،، موږ د کابل پوهنتون استازي او د مدنی ټولنې او بشری حقونو غړي د دغه راز ناقانونه کړنو د زیاتیدو لّه امله اندیښمن یوو اد د صحرایي محاکمو جوړول د اسلام ، افغانستان د اساسي قانون او بشري حقونو پر خلاف اقدام ګڼو او غندو یې .

د یادونې وړ ده چې دغه لاریون کونکي وایي چې عادلانه او قانوني محاکمو ته لاس رسی د هر تورن کس بشري حق دی او د قانون له اډانی نه بهر د خلکو مجرم ګڼل او هغوي ته سزا ورکول د هر ډول مدني او بشری قوانینو په خلاف کار دی .

له بلی خوا دغه لاریون کونکي په هیواد کې د صحرایی محاکمو جوړیدل چې ورځ تر بلي مخ په زیاتیدو دي افغانانو لپاره د اندیښنې وړ ګڼي او دا کار خپلو دندو ته د افغان حکومت د نه پآملرنې او د کمزوري حکومت نښه شمیری .
دوي وایي د صحرایي محاکمو جوړول یو طالبانی کار او بشری ضد جنایت دی .
د هیواد په ولایاتو کې د صحرایي محکمو جوړول خپلو دندو او قانونی مسولیتونو ته د دولت د نه پاملرنی بیلګه ده او موږ د صحرایی محاکمو جوړول طالباني عمل او د افغانستان د قوانینو او بشری حقونو د نړیوالو کنوانسیونونو پر ضد کار ګڼوو .

په دی وروستیو کې په غزني ولایت کې یوې دا رنګه محکمې د یوې پيغلې د درې وهلو حکم له دې کبله ورکړ چې د یادې محکمی له انده یې د یو ځوان سره ناجایزه اړیکې درلودې.

همدا رنګه په بامیان ولایت کې د ولسي جرګی د یوې غړې په کور کی پر ځوانې شکیلا باندی جنسی تیری او بیا د هغه وژل هم د خلکو او رسنیو له سترګو پټ پاته نشول .


د صحرایي محکمو پر ضد نننیو لاریون کونکو له ولسمشر نه د اړوندو ولایتونو د هغه چارواکو له کاره ګوښه کېدل هم وغوښټل چې د صحرایي محاکمو په اړوند پوره خبر ول خو د منعی لپاره یی غبرګون ندی ښودلی.

همدا رنګه د کابل ښار نن د دوهمې ورځی لپآره د هغی پراخې مظاهری شاهد هم وو چی د استاد رباني په نوم د کابل د ښوونې او روزنې د پوهنتون د نومولو پر ضد جوړه شوې وه .

دیاد پوهنتون ښونکو او زده کونکو د دوهمې ورځی لپآره دا مظاهره وغځوله .
دوي وایی د علم او زده کړو ماحول باید له سیاسي اړیکو نه لیری او تش وساتل شي.
دغه محصلین وایي نه غواړی پښه یې په سیاسی لوبو کې ورښکیله شي. ځکه د ښوونې او روزنې پوهنتون یواځی د ښونکو د روزنې ځای دی نه د سیاسی لوبو ځای .

دغه محصلین چی د پارلمان د ودانۍ تر مخ راغوڼد شوي وو ګواښ یی وکړ چی که ولسی جرګه بیرته د دغی پوهنتون نوم په لومړی بڼّه وانه ړوی نو د را منځته شویو زیانونو له امله به همدوی په خپله پړ ګڼل کیږي.

د کابل په ښار کې د ښونې او روزنې پوهنتون تیره اونۍ د سولې د عالي شورا د لومړني مشر او پخوانی جهادی مشر برهان الدین رباني د مرګ د لومړني تلین په مراسمو کی د افغان ولسمشر حامد کرزی له خوا د هغه په نوم ونومول شو.

همدا رنګه دغه پوهنتون ته څیرمه سړک هم د استاد ربانی په نوم نومول شوی دی
خو ظاهرا افغانان د جهادی شخصیتونو په نوم د اکادمیکو بنسټونو د نومولو پر خلاف دي
بهارت صابر - کابل
XS
SM
MD
LG