د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې نن د مظاهرو دریمه ورځ وه: د ایتلاف دوه عسکر وژل شوي دي


په افغانستان کې نن د مظاهرو دریمه ورځ وه: د ایتلاف دوه عسکر وژل شوي دي
په افغانستان کې نن د مظاهرو دریمه ورځ وه: د ایتلاف دوه عسکر وژل شوي دي

دناټوچارواکي وايی ېوسړی چې دافغان عسکرو درېشی ېې اغوستی وه، د اېتلاف دوه عسکر ېې په ختېځ افغانستان کې وېشتلی او وژلی دی. دغه پېښه دهغوی مظاهرو له جملی نه په ېوه کې شوېده چې نن درېمه ورځ ده چې په ټول افغانستان کې راپارېدلی دی.

په افغانستان کې دناټو په ېوه دفتر کې دقرآن کرېم دسوځولو له امله، مظاهرې رواني دي.

سمدلاسه دا نده معلومه شوې چې دناټو د عسکرومرگ له دغو مظآهرو سره تړاولری اوکه نه.

په ېوې اعلامېې کې یو افغان هېئت چې د دی پېښی د تحقېقاتو لپاره گومارل شوېدی، له افغانانو نه، خواست کړېدی چی له زغم نه کار واخلی او له مظاهرونه ځان وساتی چې ښايی هغه دښمن ته شراېط برابر کړي چې له دغه راز حالاتونه گټه واخلی.

له کوم وخت راهېسی چې مظاهری د سه شنبی په ورځ پېل شوېدی تراوسه پروې لږ تر لږه 13 کسان دامنېتی قواو اومظاهره چېانو ترمنځ

په سوونو افغانانو په لغمان کې هم مظآهره کړی وه. هغوی دولتی ودانی پرډبرو ووېشتلی. په بغلان کې هم چارواکو وېلی دی چې د ټوپک په ډزو کې ېوتن وژل شوېدی او دوه پولېسان زخمی شوېدی.

په عېن حال کې افغان جمهوررئېس، حامد کرزي وېلی دي چې ده ته د امرېکا د جمهوررئېس براک اوباما له خوانه ېولېک وراستول شوېدی او په هغه کې په رسمی ډول، ددی پېښی په اړه معذرت غوښتل شوېدی په دغه لېک کې جمهوررئېس اوباما په دې پېښه ژوره خواشېنی څرگنده کړېده:

په عین حال کي په افغانستان کي د نړیوالو ځواکونو ویاند برید جنرال جیکبسن وایي د قران پاک د سپکاوی د پیښې څیړنه کیدای سی تر راتلونکی چهارشنبې پوري بشپړه سي.

XS
SM
MD
LG