د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي افغانانو ته وویل چې نور د آرامۍ وخت رارسیدلی


کرزي افغانانو ته وویل چې نور د آرامۍ وخت رارسیدلی
کرزي افغانانو ته وویل چې نور د آرامۍ وخت رارسیدلی

دافغانستان ولسمشر حامد کرزي نن په تلویزیوني بیان کې د ولس نه وغوښتل چې آرام دي شي. ښاغلي کرزي وویل اوس چې مونږ خپل احساسات څرگند کړل ددې وخت رارسیدلی دی چې نور کراري حاکمه شي.

ټول نړیوال نظامي پرسونل چې دافغانستان په حکومتي ادارو کې یې کار کوی، پرون د یو ټوپک والا له خوا د دوو امریکایي نظامی مشاورینو د وژل کیدو نه وروسته ددغو ادارو نه بیرته و اړوندو نظامي مرکزونو ته وربلل شول.

ناټو وویل څرگنده ده چې دا پریکړه ددې کسانو د حفاظت په خاطر شویده.

افغان طالبانو په دغه وزارت کی ددې برید د مسولیت ادعا کړیده اوویلي یی دي چې په دې کار سره یې د قران شریف د سوزولوانتقام اخیستی دی.

دامریکا ولسمشر براک اباما او نورو لوړرتبه امریکایی مامورینو ددی پیښی له امله بخښنی وغوښتی خو په افغانستان او گاونډي هیواد پاکستان کی یی د خلکو قهر او غوصه چنداني آرامه نکړه.

XS
SM
MD
LG