د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د اورګاډي خاوند شو


افغانستان د اورګاډي خاوند شو
افغانستان د اورګاډي خاوند شو

په افغانستان کې د اورگاډي چلونکو نن د چهارشنبې په ورځ لومړې اورگاډی وچلوه. افغانستان چې په وچه پورې محاط دې دا لومړې ځل دی چې په شمال کې دازبکستان د سرحد نه ېو اورگاډې په امتحاني توگه مزار شرېف ته راورسېده .

د افغانستان دفواېد عامې وزېر نور گل منگل خبرېالانو ته ووېل چې اورگاړي75 کېلومتره لاره ووهله. داسېا پرختېاېې بانک ددغې پروژې د مصارفو لپاره165 مېلون ډالر ورکړي دي. څارونکي واېې کله چې دغه پروژه بشپړه شي نو دشمال نه به افغانستان ته د تجارتي مالونو په انتقالولو کې ډېر اسانتېا راشی .کوم تجارتي مالونه چې فعلا د افغانستان په غرنېو سېمو کې په لارېو کې د شمال نه راوړل کېږي ډېروخت دربرنېسي.

پر دې سربېره داورگاډي دغه لاره به په افغانستان کې هغو نړېوالو اېتلافي ځواکونو لپاره هم ډېرې اسانتېاوې برابرې کړي او اکمالات به ورته زر رسېږي، چې دطالبانو سره جنگېږي.

دناټو زېاتره اکمالات فعلا دپاکستان نه په دوو زمکېنو لارو باندې راوړل کېږي . خو کله چې سږکال په نوامبر کې دناټو په ېوه هواېې حمله کې دپاکستان دپوځ24 عسکر مړه شول نو دغه لارې دپاکستان حکومت وتړلې. پخوا هم څو وارې پاکستان په افغانستان کې دناټو دځواکونو اکمالاتي لارې داعتراض په ډول تړلې وې.

XS
SM
MD
LG