د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د "ملیت درجه بندۍ" کې په ټېټ مقام کې راغلی


د نړۍ د ملیت د کیفیت په تازه درجه بندۍ کې فرانسه د جدول په سر کې او افغانستان د جدول د وروستیو هیوادونو په کتار کې راغلی دي.

افغانستان د نړۍ د ملیت د شاخص د درجه بندۍ (QNI) په اساس په ٢٠١٨ کال کې په ١٥٨ درجه راغلی دی. افغانستان په ٢٠١٧ کې په ١٥٩ درجه کې و، په دې حساب یوه درجه ښه شوی دی.

د ملیت د کیفیت شاخص هیوادونه د هغوی د داخلي او بهرنيو حقایقو او فکتورونو په اساس درجه بندي کوي.

هر ملیت د اقتصادي قدرت، د بشري وضعیت د پراختیا، د سفر اسانتیا، سیاسي ثبات او په بهر کې د هغوی د اوسیدونکو د کاري فرصتونو په اساس درجه بندي کیږي.

د درجه بندۍ دغه شاخص د هالنډ په گروننگین پوهنتون کې ترتیب شوی. دا درجه بندي هرکال د ذکر شویو فکتورونو په اساس ټاکل کوي.

افغانستان، پاکستان، سومالیا، یمن، جنوبي سودان او عراق د هغو هیوادونو په ډله کې دي چې ددې جدول په ټیټه درجه کې ځای لري.

فرانسه د اتم ځل لپاره د جدول په سر کې راغلې ده.

جرمني په دوهمه درجه او هالنډ په دریم مقام کې ځای نیولی دی. دا پداسې حال کې دي چې د امریکا متحده ایالات په ٢٥ درجه کې راغلي دي.

د افغانستان گاونډیان

پاکستان په ١٦١ درجه، هند ١٢۴، ایران ۱۵۰، چین ۱۰۴، تاجکستان ۱۲۲، ازبکستان ۱۲۲ او ترکمنستان په ۱۳۳ درجه کې ځای نیولی دی.

XS
SM
MD
LG