د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر کرزي د میرمن ګلناز د خوشې کیدو امر وکړ


ولسمشر کرزي د میرمن ګلناز د خوشې کیدو امر وکړ
ولسمشر کرزي د میرمن ګلناز د خوشې کیدو امر وکړ

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي امر کړی چي هغه ښځه دي د زندان نه خوشي سي چي وروسته له هغه چي په عزت باندي یې تیری وسو، د زنا په تور بندي شوې ده.

د ولسمشر دفتر پرون د پنجشنبې په ورځ وویل چي دغي ښځي چي (گلناز) نومیږي او هغه سړي چي د هغې په عزت باندی یې تیری کړی و، موافقه کړې ده چي واده به سره وکړي.

په گلناز باندي وروسته له هغه د ١٢ کالو بند سزا را وختله چي په رپوټونو کي وویل سول چي د هغې د خپلوانو نه یو چا یې عزت پایماله کړ.

ښاغلي کرزي ددغي میرمني معافول وروسته له هغه اعلان کړل چي د عدلي چارو د مامورینو سره یې وکتل او د هغې د معافیدو په اړه د تقریبا ٥٠٠٠ کسانو لاسلیکونه ورته را ورسیدل.

په زندان کي ددغي ښځي یو ماشوم هم د هغې د یرغلګر نه پیدا شوی دی.

د گلناز داستان د اروپایي اتحاد له خوا په یوه مستند فلم کي ترتیب شوی و، خو وروسته بیرته ددغه اتحاد له خوا د امنیتي ملحوظاتو په وجه بند سو.

XS
SM
MD
LG