د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان بهر کې میلیونه مهاجرین لري خو د مهاجرت قانون نلري


د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو د وزارت د شمیرو له مخې اوس مهال شاوخوا پنځه میلیونه افغانان په ایران او پاکستان کې ژوند کوي.
د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو د وزارت د شمیرو له مخې اوس مهال شاوخوا پنځه میلیونه افغانان په ایران او پاکستان کې ژوند کوي.

په داسې حال کې چې افغانستان په بهر کې د میلیونونو مهاجرو سربیره په کور دننه هم میلیونونه بیځایه شوي لري د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وايي دا هیواد تر اوسه د مهاجرت قانون نلري.

د افغانستان د مهاجرینو او بیرته راستنیدونکو چارو وزیر سیدحسین عالمي بلخي نن د پنجشنبې په ورځ ( غبرګولي ۳۰ مه) د مهاجرو د نړیوالې ورځې د لمانځلو په مناسبت یوې جوړې شوې غوندې ته په وینا کې وویل، چې د قانون یوه مسوده ترتیب شوې چې د روان لمریز کال تر پایه به ولسي جرګې ته د تصویب لپاره واستول شي.

ښاغلي بلخي وویل " هغه کسان چې له افغانستان څخه د پناه اخیستولو غوښتنه لري، هغوی ته مثبت ځواب نشي ورکولی. د هغو کسانو پر وړاندې، چې د پناه غوښتنه کوي د قانون مسوده ترتبیب شوې او د کابینې د پریکړې له مخې د عدلیې په وزارت کې د دغه وزارت په لومړیتوبونو کې ځای لري، هیله لرم د روان تقنیني کال ترپایه پارلمان ته واستول شي".

نن د نورې نړۍ په څیر افغانستان کې هم د جون د میاشتې شلمه د مهاجرو نړیواله ورځ د اجرائیه ریاست په ودانۍ کې ولمانځل شوه.

په دې غونډه کې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سربیره افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د عالي کمشنرۍ دفتر رئیسې کارلوین واین بیرن هم د افغانستان دننه د بیځایه شویو او له هیواد څخه بهر په ایران او پاکستان کې د شاوخوا پنځه میلیونو افغان مهاجرینو پر وضعیت خبري وکړې.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ایران او پاکستان څخه د تیرو څلویښتو کلونو راهیسې د افغان مهاجرینو د کوربتوب له امله مننه وکړه او په افغانستان کې روانه جګړه او ناامني وطن ته د افغانانو د بیرته راستنیدلو په لار کې د یو لوی خڼډ په توګه یاد کړل.

د افغانستان د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو د وزارت د معلوماتو پر اساس اوس مهال یو اعشاریه پنځه میلیونه افغانان په پاکستان او شاوخوا یو میلیون نور په ایران کې د مهاجرت په رسمي اسنادو ژوند کوي.

خو دا وزارت وايي، یو اعشاریه څلور میلیونه نور په پاکستان او نهه سوه شپیته زره نور په ایران کې ژوند کوي چې د اوسیدو د قانوني کولو لپاره یې اقدامات شويدي.

پاکستان کې دا شمیر افغانان راجستر شوي او په ایران کې پر افغان پاسپورټونو د اوږدې مودې ویزو پر اساس ورته د اوسیدو امکانات برابر شوي دي.

خو د دغو رسمي شمیرو سربیره په زرګونو نور افغانان په دغو دغو هیوادونو او ترکیه کې د قانوني اسنادو پرته ژوند کوي چې دا هیوادونه دغه ډول افغانان وخت پر وخت له خپلو هیوادونو شړي.

د ملګروملتونو د مهاجرت د نړیوالې ادارې " ای او ایم" د دې اونۍ د راپور له مخې یوازې په تیرو شپږ میاشتو کې ایران یو سل او لس زره افغانان له هیواد څخه افغانستان ته ستانه کړي دي.

XS
SM
MD
LG