د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د خپلې اړتیا وړ ۶۶سلنه وریجې دننه هیواد کې تولیدوي


د کرهڼې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، په روان ۱۳۹۸ لمریز کال کې په افغانستان کې د وریجو حاصلات د تیر کال پرتله ۹ فیصده زیات شوي، چې ورسره له بهر څخه دغه هیواد ته د وریجو واردات هم تر ۶۶فصدو پورې کم شوي.

په افغانستان کې د شولو د بوټو پریکولو او د شولو د کروندو د کچې او تولید د معلومولو په اړه د کرهڼې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د مرکزي احصايي او معلوماتو د ریاست یوه ګډه سروې ښيي، چې سږکال د اتلس ولایتونو په ۹۸ ولسوالیو کې په ۱۲۸ زره هکټاره ځمکه شولې کرل شوې وې.

د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې تیرکال په همدغو ولایتونو کې په شاوخوا ۱۱۶ زره هکټاره ځمکه شولې کرل شوې وې.

په افغانستان کې د شولو د کرکیلې له پلوه کندز لومړی مقام لري، خو په تخار، بغلان، ننګرهار، بلخ، کونړ، سرپل، بدخشان، بامیان، غور، دایکندي، ارزګان، هرات، بادغیس، لغمان، کابل، خوست او پکتیا ولایتونو کې هم شولې کرل کیږي.

د افغانستان وریجې مخکې یو شمېر هېوادونو ته صادرېدلې
د افغانستان وریجې مخکې یو شمېر هېوادونو ته صادرېدلې

کرهڼې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، چې د شولو د کرکیلې د زیاتیدو یو علت په روان کال کې د واورو او بارانو اورښت وو، چې ورسره اوبه ډیرې شوې وې.

ښاغلي رستمي وویل:"ددې سروې پر اساس په هغو ولایتونو کې، چې سږکال د شولې کرکېله شوې ده د اوبو پریماني وه."

د شولو کرکیلې لپاره ډیرو اوبو ته اړتیا لیدل کیږي.

د اټکل له مخې په روان ۱۳۹۸ لمریز کال کې به د وریجو د تولید کچه شاوخوا ۳۸۳ زره ټنو ته ورسیږي.

تېر کال په افغانستان کې د وریجو تولید ۳۵۲ ټنو ته رسیدلی وو.

د کرهڼې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان په کال کې ۵۸۸ زره ټنه وریجو ته اړتیا لري، چې اوس مهال تر ۶۶ فیصدو پورې د وریجو اړتیاوې په کور دننه پوره کیږي.

دا وزارت وايي، چې د روان ۱۳۹۸ لمریز کال په لومړیو نهو میاشتو کې د ۲۸ میلیونو ډالرو په ارزښت د بهرنیو هیوادونو څخه د وریجو واردات کم شوي دي.

د شمېرو له مخې دننه په هیواد کې د وریجو د تولیداتو د کچې د لوړیدلو له امله په وروستیو درې کلونو کې افغانستان ته په پرله پسې ډول د وریجو واردات کم شوي دي.

د اوړم کال په لومړیو نهو میاشتو کې افغانستان ته د وریجو د وارداتو کچه د ۱۵۳ میلیونو امریکایي ډالرو ته رسیدلې وه.

په ۱۳۹۷ لمریزکال کې دا اندازه ۹۴ میلیونه ډالره وه او سږکال ۶۵ میلیونو ډالرو ته ټیټه شوې ده.

خو افغان سوداګر وايي، چې افغانستان لا هم د وریجو له پلوه یو وارداتي هیواد دی.

یو افغان سوداګر او پانګه وال صیام الدین پسرلي امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د جګړو دمخه کلنو کې به وریجې له افغانستان څخه نورو هیوادونو ته صادریدلې.

ښاغلي پسرلي وویل:" پخوا په دغه برخه کې مونږ خودکفا وو او زمونږ وریجې به قزاقستان او یو شمیر نورو هیوادونو ته صادریدلې".

ښاغلي پسرلي په بازار کې د افغاني وریجو پرتله د پاکستان او هندي وریجو د د زیات خرڅلاو یو لوی علت په افغانستان کې د وریجو تولید ته نه پاملرنه وګڼله او ویې ویل، چې که افغان حکومت د وریجو تولید ته پاملرنه وکړي او په دې برخه کې بزګرانو ته روزنه ورکړي ورسره به دغه هیواد ته د بهرنیو وریجو واریدل نور هم کم شي.

XS
SM
MD
LG