په افغانستان کې حاکمو طالبانو د خپلو مشرانو ترمنځ د نظرونو د اختلاف له کبله د دوی ترمنځ د ویش او جګړې رامنځته کېدو اندېښنې رد کړي دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ، فبروي درېیمه (سلواغه ۱۵)، وویل چې د طالبانو په لیکو کې د "دښمنانو" له خوا د نفاق ایجادولو د هڅو سره سره دغه ډله متحده پاتې ده.
ځینو څېړونکو او ډیپلوماتانو اندېښنه ښودلې چې د طالبانو ترمنځ د نظرونو اختلاف ښايي په افغانستان کې د بې ثباتۍ لامل شي. طالبان د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې بیاواکمن شول.
په کندهار کې میشت د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ایکس په شبکه کې په خپرې شوې وینا کې وویل چې "دښمنان" د طالبانو ترمنځ د نفاق ایجادولو په فکر کې دي.
هغه د مشخصو افرادو یا ډلو د نوم ښودلو پرته زیاته کړه: "زه دوی ته وایم، تاسې دا د زړه نه واورئ، دې ارمان ته هیڅکله هم نشئ رسیدلی چې د اسلامي امارت ترمنځ به اختلاف وي او تاسې به بیا راځئ."
مجاهد وویل: "دا خوب او خیال وبولئ. اسلامي امارت متحد صف ده. په اتحاد باندې د ټولو تعهد ده. او د اتحاد په ثمره کې دا نظام او دا لاسته راوړنې موږ لرو که نه، بې له اتحاد څخه بیا هیڅ شی هم نشته."
مجاهد دا څرګندونې په داسې حال کې کړي دي چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شیر محمد عباس ستانکزي تیره میاشت په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز ته یو ځل بیا سخت غبرګون وښود او ویې ویل چې د زده کړو د بندیز پریکړه د "اسلامي شریعت" پر اساس نه ده بلکې د طالبانو د "طبیعت" پر اساس پریکړه ده.
د طالبانو د حکومت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت هم یوه میاشت وړاندې په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې د طالبانو له خوا په طبي انستیتیوتونو کې د افغان میرمنو او نجونو پر زده کړو بندیز ته غبرګون وښود او ویې ویل چې په یو نظام کې د طبي زده کړو ترلاسه کول "فرض عین" دي.
ملګري ملتونه وايي افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې په کې په رسمي ډول له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګول شوی دی. د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د دوشنبې په ورځ وویل چې په کابل کې د ملګرو ملتونو په یو دفتر کې د طالبانو د امنیتي ځواکونو د یو غړي په ډزو کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، د طالبانو د مشرانو ترمنځ د نظرونو د اختلاف سره سره، بحران ندی رامنځته شوی. هغه زیاته کړه: "کله کله دغه بحثونه میډیا ته هم راووځي دا هیڅکله هم د اختلاف په معنا نده... تفاوت د اذهانو او تفاوت د نظرونو طبیعي خبره ده."
د طالبانو ځینو سرچینو او ډیپلوماتانو رویټرز ته ویلي چې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده د فرمان په اساس د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کېدو د پرېکړې له کبله د طالبانو د مشرانو ترمنځ له کلونو راهیسې اختلافات دوام لري.
طالبانو ویلي چې د شرایطو په برابرېدلو سره به ښځو او نجونو ته د زده کړې اجازه ورکړي خو ددې کار لپاره یې مهال ویش ندی ښودلی.
ددې راپور ځینې معلومات له رویټرز اژانس څخه اخیستل شوي.
فورم \ دبحث خونه