د لاس رسي وړ اتصالات

سمنګان کې ۹ تنه پر یوې روغتيایي کارکوونکې د جنسي تیري په تور نیول شوي


عکس - ارشیف
عکس - ارشیف

د سمنگان ولایت پولیس وایي پر یوې روغتیایي کارکونکې باندې د ډله ایز جنسي تیري په تور یې نهه کسان نیولي دي.

د رپوټونو له مخې پر دغې روغتیایي کارکوونکې باندې تیره اونۍ د سمنگان ولایت د رو دواب ولسوالۍ په روغتیایي مرکز کې یوې ډلې کسانو جنسي تیری کړی دی.

د رپوټونو له مخې دغې روغتیایي کارکونکې چې جنسي تیری پرې شوی، تیري کوونکي پېژندلي او پولیسو ته ښودلي دي. دغه کسان همداشان پدې تورن شوي چې پر دغه روغتیایي مرکز باندې د برید پر وخت پر وسلو سمبال وو او یو بل روغتیایي کارکوونکی یې سخت وهلی او ډبولی دی.

د سمنگان د پولیسو ویاند هاشم بیان امریکا غږ ته وویل چې د نیول شویو کسانو څخه یې څلور تنه له ١٨ کلونو ټیټ عمر لري او نور یې د ٢٥ او ٣٠ کالو ترمنځ دي.

ښاغلي بیان وویل "دغه کسان د دوو روغتیایي کارکوونکو د ادعا له مخې نیول شوي دي. دوسیه مو څارنوالۍ ته استولی او قضیه تر پلټنې لاندې ده."

د سمنگان د والي ویاند صدیق عزیزي هم ویلي دي چې ټوله هڅه یې داده چې دغه پیښه سمه وڅیړل شي او جزییات یې څرگند شي.

مقاماتو ویلي چې تر اوسه یې پر دغه روغتیایي مرکز باندې د برید د انگیزې په هکله اطلاعات ندی ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG