د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست او وزیرستان دیني عالمانو ځانمرګي بریدونه وغندل


دا لومړی ځل دی چې د شمالي وزیرستان او خوست ديني عالمان، په افغانستان کې ځانمرګي بریدونه او د عادي افغانانو وژل غندي.
دا لومړی ځل دی چې د شمالي وزیرستان او خوست ديني عالمان، په افغانستان کې ځانمرګي بریدونه او د عادي افغانانو وژل غندي.

د خوست او شمالي وزيرستان ديني عالمانو په خوست کې د يوې ګډې غونډې پرمهال په افغانستان او پاکستان کې د وروستيو ځانمرګو او نورو ترهګريزو بريدونو د غندلو ترڅنګ،ځانمرګي بریدونه هم حرام او د اسلام او مسلمانانو په ضد وبلل.

دغو ديني عالمانو وروسته له هغې خپل غبرګون وښود، چې په دې وروستيو کې په پکتيکا کې د واليبال پر ميدان، د کونړ پر دانګام ولسوالۍ او د پېښور پر پوځي ښوونځي ځانمرګي او وسله وال بريدونه وشول.

مولوي محمد سردار ځدراڼ په خوست کې د مجاهدينو د يووالي اسلامي شورا مشر دی، ده وویل " اسلام هيچا ته اجازه نه ورکوي، چې عام مسلمان دې قتل کړي. موږ ديني عالمان او د شمالي وزيرستان ديني عالمان او مشران داسې پېښې په کلکو ټکو غندو. اسلام هيڅ چېرې چا ته د داسې بريدونو اجازه نه ورکوي. "

همدارنګه ښاغلي ځدراڼ يادو شوو پېښو ته په اشارې سره د سيمې ځينې استخباراتي کړۍ تورنې کړې، چې د خپلو ګټو په خاطر يې په دغه سيمه کې روانه جګړه توده ساتلې ده.

هغه د افغانستان او پاکستان پر حکومتونو غږ وکړ، چې د کرښې دواړو غاړو د پرتو ولسونو د ژوند خونديتوب ته پوره پاملرنه وکړي.

ده وویل "يوه پېښه په افغانستان کې وشي، بيا هماغسې پېښه په پاکستان کې وشي. بيا بله پېښه په پاکستان کې وشي او ورته پېښه بيا په افغانستان کې وشي. يوازې د پښتون قوم د بې تعليمه کولو او خپل منځ کې د جنګولو لپاره زموږ د دښمنانو توطيې روانې دي."

مولوي خان دراز د شمالي وزيرستان يو ديني عالم، هغه پر افغانستان او پاکستان سربېره د نورې اسلامي نړۍ له ديني عالمانو هم د ځانمرګو او نورو ترهګريزو بريدونو د مخنيوي لپاره د غږ پورته کولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي دراز وویل " موږ د ديوبند مدرسې، الازهر پوهنتون، د ډيورنډ کرښې د پښتنو ديني عالمانو او د پاکستان او افغانستان له نورو ټولو ديني عالمانو غواړو، چې سره کېني او يوه پرېکړه صادره کړي."

د شمالي وزيرستان یو اوسېدونکی ډاکټر حيات مسعود بيا په دې نظر دی، چې که د دواړو هېوادونو حکومتونه، په ځانګړي ډول د ډيورنډ کرښې دواړه غاړې پښتانه له ترهګرۍ سره په ګډه او جدي مبارزه وکړي، مخنيوی يې کېدی شي.

ده وویل " اې پښتنو! شعور ولې نه لرئ؟، سوچ ولې نه کوئ؟، ځانته ولې نه خبرېږئ؟. د مرګ نه هم نه ډارېږئ او عقيده دې هم پخه ده، په اسلام دې هم يقين دی او پر قران دې هم يقين دی. که نن يو موټی نه شوی، مخکې هم خاورې شوي يئ او بيا هم استعمالېږئ. راجګ شئ قومه، که لر يې او يا بر يې!."

د خوست او شمالي وزیرستان دیني عالمان او مدني فعالان داسې مهال په افغانستان کې ځانمرګي بریدونه او د ولسي افغانانو وژل غندي، چې څه موده وړاندې په کابل کې هم یو شمېر ديني عالمانو او مدني فعالانو، په یوې غونډې کې ځانمرګي بریدونه او د افغانانو وژل په کلکه وغندل.

XS
SM
MD
LG