د لاس رسي وړ اتصالات

افغان پوځ د یمګان د بیانیولو عملیات پیل کړل


​د افغانستان په شمال ختیځو ولایتونو کې جګړو زور موندلی او چارواکي وايي چې له طالبانو د یوې ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي. چارواکي وايي چې د بدخشان ولایت د یمګان ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره یې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړي دي.

د بدخشان په یمګان ولسوالۍ کې د شنبې په سهار جګړه پیل شوه او سلګونو وسله والو دغه غرنۍ سیمه محاصره کړه.

په بدخشان کې لوړ پوړي چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو د څو ساعتونو لپاره جګړه وکړه او بیا یې د ولسي خلکو د تلفاتو د مخنیوي په خاطر تاکتیکي شاتګ وکړ.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د امریکا غږ ته وویل چې ډېر ژر به ملي اردو له یمګان ولسوالۍ څخه طالبان وشړي.

د بدخشان د والي ویاندلعل محمد احمدزي ویلي چې "د یمګان ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره هوايي او ځمکني عملیات پیل شوي دي. "

ښاغلي احمدزي ویلي چې له مرکز فیض اباد څخه هم د مرستې لپاره نور ځواکونه ورسېدلي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د یمګان ولسوالۍ په جګړې کې یې ۱۸ افغان امنیتي ځواکونه وژلي، خو معمولآ طالبان په دا ډول ادعاوو کې مبالغه کوي.

طالبان هر کال په افغانستان کې خپل پسرلني بریدونه کوي، خو د سږ کال بریدونه یې تر پخوانیو قوي دي او یو شمېر باامنه سیمو ته هم غزېدلي دي.

په دغه لړ کې وسله والو طالبانو پر افغان امنیتي ځواکونو ګڼ ځانمرګي او نور بریدونه کړي دي چې یو څو یې په پلازمېنه کابل کې وو.

طالبانو داسې مهال خپل بریدونه زیات کړي دي چې تېر کال له افغانستان څخه ډېر بهرني ځواکونه ووتل او ټولې امنیتي چارې افغان پوځ ته ورترغاړې شوې او دوی اوس په یوازې ځان د طالبانو په وړاندې جنګیږي؛ خو، د ناټو ډېر کم ځواکونه پاتې دي چې افغان پوځ ته سلا مشورې او روزنه ورکړې.

ملکي مرګ ژوبله

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموریت یوناما د دفتر مرستیال مارک بوډن د یکشنبې په ورځ په کابل کې یو کنفرانس ته وویل چې د پلازمېنې د ایمرجنسۍ په روغتون کې د ټپیانو په شمېر کې زیاتوالی د جګړو ویجاړوونکی اغیز ښيي.

ده وویل " ډاکټرانو راته وویل چې د تېر کال په پرتله د ټپي شویو ملکیانو شمېر ۵۰ فیصده زیات شوی دی. "

د یوناما د تېرې میاشتې د ارقامو له مخې د ۲۰۱۵ کال د اپریل تر ۳۰ نېټې پورې، ۹۷۸ ملکیان وژل شوي دي او ۱۹۸۹ نور ژوبل شوي دي.

په همدې حال کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د لویدیځ د پوځي چارواکو له خولې لیکلي وو چې په روان عیسوي کال کې په جګړو کې ۱۸۰۰ افغان پولیس او پوځیان وژل شوي او ۳۴۰۰ نور ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG