د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان اعتصاب کونکې بارکزۍ روغتیايی وضیعت خراب دی


د افغان اعتصاب کونکې بارکزۍ روغتیايی وضیعت خراب دی
د افغان اعتصاب کونکې بارکزۍ روغتیايی وضیعت خراب دی

د افغانستان د پارلمان نه ایستل شوې یوې وکیلې د نه خوړلو اعتصاب کړیدی چې د تیر کال په پارلماني انتخاباتو کې د جعلي رایو، د تورونو په سر د پارلمان نه په ایستل کیدو باندې احتجاج څرگند کړي.

سیمین بارکزی ، د څه باندې یوې اونۍ راهیسې د پارلمان نه بهر په یوې خیمې کی خپل دغه سیاسي اعتراض پیل کړیدی.

د پارلمان لس گونه غړي ، چې د تیر کال د انتخاباتو د پایلو په سر د جنجال له امله پارلمان ته نه ورتلل، پرون بیرته پارلمان ته ورغلل.

د افغانستان د انتخاباتو کمسیون د دې دپاره چې هغه پارلمانی شخړه حل کړی چې د دوه زره اولسم کال د سپتمبر په میاشتې کې په رای گیریو کې د پراخو ټگیو برگیو، له امله د نږدې یو کال راهیسې روانه وه، نهه سیاستمداران د پارلمان نه وایستل.

په دې نهه کسانو کې یوه سیمین بارکزۍ وه. سیمین بارکزۍ قسم کړیدی چې تر هغې پوري به د لوږی اعتصاب نه ماتوي تر څو پوري چې بیرته د پارلمان غړې شوي نه وي.

د فرانسې خبري اژانس د ډاکترانو له قوله وایي چه د لوږې له امله د بارکزۍ روغتیايي وضع خرابه ده.

XS
SM
MD
LG