د طالبانو مذاکره چیان په قطرکې د امریکایي مامورینو سره د اعتماد او باور د رامنځ ته کیدو دپاره غونډې کوي او دواړې خواووې د سولې د راتلونکو خبرو دپاره تیارئ نیسي.
د طالبانوپخوانی مامور مولوي قلم الدین چې د طالبانود امربا المعروف اونهی عن المنکر، د مذهبي پولیسو مشر ؤ وایي د پنځو کسو طالبانو یوه ډله د مقدماتی خبرو دپاره قطر ته تللې ده.
دی وایي په دې خبرو کې د گوانتانامو د زندان نه د طالب بندیانو د خوشي کیدو په سرخبري شاملې دي.
قلم الدین وایي د طالبانوپه دغه هیات کې چه اوس په دوها کې دی د طالبانو څوپخواني مامورین او د طالبانود مشر ملا محمد عمر پخوانئ سکرتر شامل دی.
دی وایي دغه ډله د پاکستان نه قطر ته تللې ده او د دې نه ښکاري چې پاکستان به ښایي د سولی په خبرو کی شامل وي.
تیره اونۍ د امریکا ځانګړي استازي مارک گراسمن وویل چې امریکا او افغانستان د طالبانود پلان پلوي کوی چه په قطر کی سیاسي دفتر خلاص کړی.
خو ده وویل چې د بندیانود خوشي کولو په باره کې تراوسه پوری کومه فیصله نه ده شوې.
امریکا پلان لري چې د افغانستان نه خپل ټول محاربوي عسکر د ٢٠١۴ کال تر پایه پوري وباسي.