د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو سره د خبرو په پیل کیدو د پاکستان او امریکا ټینګار


پاکستاني او امریکایي چارواکي د افغانستان او طالبانو تر منځ د خبرو اترو په بیا پیلیدو ټینگار کوي.

دا اندیښنې زیاتی شویدي چې که چیرې دغه خبرې اترې د زیات وخت لپاره وځنډیدې نو دا به د اسلامي دولت په شان ډلو او هغه خلک چې سوله نه غواړي ، اجازه ورکړي چې د اسلام اباد او کابل اړیکی ښه کیدو ته پرېنږدي.

د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړینې د اعلان نه وروسته د افغانستان حکومت او د طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې وځنډیدې. دا په تیرو ١۴ کلونو کې لومړی ځل و چې د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ په مخامخ خبرې وشوې. دا خبرې د پاکستان په مرسته شروع شوې وې ، چین او امریکا پکې د ناظرینو په حیث ګډون کړی و.

د ملا محمد عمر د ځای ناستي ملا اختر منصور په مشرۍ طالبانو په افغانستان کې خونړۍ حملې کړیدي. دې کارپه ولسمشر اشرف غني فشار راوست چې د طالبانوسره خبري اتري وځنډوي او د پاکستان سره په خپلو اړیکود سره غور وکړي.

زیاتره افغانان په کابل کې د وروستیو خونړيو بریدونو پړه په پاکستان اچوي. د دغې نه ورسته په سرحد باندی هم نښتی شویدي چې پکې مرگ ژوبله شویده. د دغې په وجې د اقتصادي اړیکو د پراختیا کوششونو ته تاوان رسیدلی دی.

د افغانستان لپاره د اورپایې اتحادیې خاص استازی فرانز مایکل ملیبن وایي چې افغانستان او پاکستان دواړو ته پکار ده چې ژر تر ژره د مسلې حل ولټوي.

" وروستۍ پیښې د دې سبب شویدي چې د دواړو هیوادنو تعلقات خراب شي او په خاصه توگه د سولې لپاره په خبرو اترو اغیز وکړي. نو هغه ټول خلک چې سوله غواړي، دیته اړ دي چې یوځاي سره کاروکړي. او داسي حالت رامنځ ته کړي چې د سولې خبرو اترو د بیا شروع کیدو لپاره مناسب وي. داسي خلک شته دي چې نه غواړي سوله راشي. هغوي به کوښښ وکړي چې دغه پروسه ودروي."

مليبن واېي د دې باوجود چې په ولسمشر غني سخت فشار دی خو د طالبانو سره سوله او خبري اترې د هغه لپاره ډیر اهمیت لري او داسي لاری چاری لټوي چې د پاکستان سره د هغه تعلقات سم کړي.

" ښه خبر دا دی چې په کابل کې خلک همدا اوس پدې سوچ او فکر کوي چې اشرف غني چې پاکستان سره کوم ډول مناسبات په لومړي سر کې غوښتل، هغه څنګه نوې بڼه غوره کړي. او د طالباو سره د کومو شرایطو له مخې خبرې وشي."

افغان چارواکي تور لگوي چې د طالبانو مشران په پاکستان کې دي او د پاکستاني چارواکو سره ملاقاتانو کوي. دوي افغانستان ته د جگړې پیغام استوي.

د ولسمشر د ویاند معاون سید ظفر هاشمي د پاکستان په حکومت غږ کړی چې د دغو فعالیتونو نه دي لاس واخلي.

" مونږ په دی هکله ښکاره دریځ لرو. مونږ غواړو چې پاکستان د هغه ټولو ترهگرو خلاف اقدامات وکړي چې د دغه هیواد نه د افغانستان خلکو ته تاوان رسولو ته ژمن دي"

پاکستان د افغانستان دغه تورونه ردوي او وایی چې افغانستان ته پکار ده چې د طالبانو سره مذاکراتو ته بیا کښیني.

مسعود خان چې په اسلام اباد کې د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکزمشر دی. واېي

د ملا عمر د وژل کیدو نه وروسته د افغانستان حکومت د پاکستان په رول نیوکې کړیدی چې د طالبانو سره د خبرو اترو په پروسې یې هم اغیز کړیدی. د اسلامي دولت ډلې هم په افغانستان کې سر راپورته کړی او دا د سیمې امنیت ته سخت خط‏ر پیښوي

افغان او پاکستاني چارواکي واېي ښایي چېد جولاېي په میاشت کې د طالبانو او افغان حکومت خبرې د ملا منصور په رضا پیل شويې وای خو اوس د دغو خبرو اترو مستقبل څرگند ندی.

XS
SM
MD
LG