د لاس رسي وړ اتصالات

هالبروک: طالبانو سره د خبرو په باب مبالغه شوې


هالبروک: طالبانو سره د خبرو په باب مبالغه شوې
هالبروک: طالبانو سره د خبرو په باب مبالغه شوې

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي ریچرد هالبروک د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ دخبرو په باب مبالغه شوېده.

هالبروک وویل چې امریکا په دې خبرو کې دخیله نده خو له هغو یاغیانو سره د پخلاینې د بهیر ملاتړ کوي چې القاعده ترک کړي، خپله وسله په زمکه کیږدي او د افغانستان د اساسي قانون احترام وکړي.

د ناټو مشران به دنومبر په مېاشت کې په پورتگال کې دافغانستان په باب غونډه وکړی چې ددغه هېواد په حآلاتوبحث وکړی. دناټو رئېس راسموسېن ددوشنبی په ورځ ووېل دی توقع کوی چې دافغانستان قواو ته به دمسوولېتونو سپارل د راتلونکی کال عېنی ٢٠١١م کال د جولای په مېاشت کې پېل شی.

دافغانستان جمهوررئېس حآمد کرزي داخبره تصدېق کړېده چې دده له طالبانو سره له ښاېسته ډېر وخت راهېسی غېررسمی خبری پېل کړېدی.

دافغانستان اولس مشر ووېل دده حکومت له طآلبانو سره داسی خبری کوی لکه ېو وطندار چی له بل وطندار سره خبری کوی.

د افغانستان جمهوررئېس حآمدکرزی ووېل دافغانستان حکومت به دترورېستی شبکو دهغو غړېو خلاف خپل کارته ادامه ورکړی چې په نظ‏رېاتی لحآظ دافغانستان مخالف دی او د امرېکا خلاف ترورېستی اعمال سرته رسوی او یا د افغانستان د گاونډی هېواد پاکستان خلاف دترهگری اعمال سرته رسوی.

ښاغلی کرزی داتبصری له طالبانو سره دافغانستان د حکومت د خبرو په باب د سی آېن اېن CNN د تلویزیون Larry King Live په نامه پروگرام کې کړېدی. ټاکل شوېده چې دا پروگرام د دوشنبی دورځی په ماښام ناوخته خپورشی.

دېکشنبی په ورځ ښاغلی کرزی دسولی دنوی شوری رئېس وټاکه. نوی شوری ته دا وظېفه ورکړل شوېده چې له ېاغې ډلو سره د سولی خبری اتری پر مخ بوزی.

برهان الدېن ربانی د پخوانی شوروی اتحآد د اشغال په موده کې چې د ١٩٨٠ په لسیزه کې پیښ شوی و د مجاهدېنو د یوې ډلی مشر و، تر هغې وروسته بیا د ١٩٩٠ په لسیزه کې د افغانستان جمهور رئیس و.

رپوټ وايي چې د سولی شوری خپل اولنی مجلس د پنجشنبی په ورځ وکړ.

XS
SM
MD
LG