د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو کندهار ته روان د بس څخه خلګ کښته کړي


پولیس وایی، طالب جگړه مارانو د افغانستان په ختیځه سیمه کې د یو سرویس موټر نه پنځه تنه ښکته کړیدی، ویشتلی یی دی اووژلي یې دي.

د غزني د ولایت د پولیسو د قوماندان معاون محمد حسین وایي یاغیانو پرورن د جمعې په ورځ دغه موټر چې د قندهار ښار ته روان و، د اندړو په ولسوالۍ کې په سړک ودروی. دی وایی پنځه تنه یې د موټر نه کښته کړل او ځای په ځای یې ووژل. پولیسو دغه مړي نن د سړک د سر نه یووړل.

حسین وایي معلومه نده چې همدا پنځه کسه د دې جگړه مارنو په کار وو چې وې وژني که همدا کسان یې هسې مخی ته ورغلل او ویې وژل.
XS
SM
MD
LG