د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او ترکمنستان د همکاریو ۵ هوکړې لاسلیک کړې


د ترکمنستان ولسمشر وایي ترکمنستان چمتو دی چې سږکال د تایپي د ګازو د پروژې د پلي کولو پر سر عملي کار پیل کړي.
د ترکمنستان ولسمشر وایي ترکمنستان چمتو دی چې سږکال د تایپي د ګازو د پروژې د پلي کولو پر سر عملي کار پیل کړي.

د افغانستان او ترکمنستان د چارواکو تر منځ دا هوکړې په اقتصادي، سوداګریزې، علمي او ورزشي برخو کې، کابل ته د دغه هیواد د ولسمشر قربان قلي بیردي محمداوف د سفر پر مهال لاسلیک شوې.

د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بیردي محمداوف نن د پنج شنبې په ورځ د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ، د کلکو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې د افغانستان پلازمینې کابل ته سفر ته وکړ.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خپل ترکمنستاني سیال سره په کابل کې یوې ګډې خبري غونډې ته وویل، له ترکمنستان سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراخوالي په برخه کې موافقې ته رسیدلی دی.

ولسمشر غني وویل د ترکمنستان د بریښنا د صادراتو ظرفیت ۵ برابره لوړ شوی دی او دغه هیواد چمتو دی چې د افغانستان ټولو ولایتونو ته بریښنا ورکړي.

محمد اشرف غني وویل "موږ دوه عمده لیکې لرو، یو له شمال څخه د ختیځ په لور او بل د سویل لویدیځ او سویل په لور، ټول دا ولایتونه به په لومړي پړاو کې له دې ګټه پورته کړي او زموږ صنعتکارانو او تولیدونکو ته به یو لوی فُرصت برابر شي چې له دې ګټه واخلي، موږ په عملي برخه کې په دې کار کوو."

افغان ولسمشر وویل، د ترکمنستان له ولسمشر سره یې په دې هم سلاء کړې ده چې د افغانستان له لارې پاکستان ته د بریښنا د لیږد زمینه برابره کړي.

دغه راز، ولسمشر غني وویل، د افغانستان ۱.۶ میلون وګړي، چې ۸۰ سلنه یې میرمنې جوړوي د غالیو په تولید بوخت دي او د ترکمنستان ولسمشر ورسره ژمنه کړې چې د دغه هیواد د غالیو وزارت به په دې برخه کې د افغان سوداګرو او د غالیو تولیدونکو سره مرسته کوي.

افغان ولسمشر وویل "هیله ده چې هر هغه کس چې په دې صنعت او په دې سوداګرۍ کې دننه دي، د دې عملي نتیجه ژر وویني."

په همدې توګه ولسمشر غني د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان تر منځ د ریل پټلۍ د جوړولو یاودونه وکړه چې له آقینې څخه به تر شیرخان بندره پورې وځغلول شي.

افغان ولسمشر وویل، د راتلونکي زیږدیز کال تر لومړیو به د ریل د پټلۍ لیکه تر آقینې بشپړه شي.

د ولسمشر غني پر وینا د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه تر یو میلیارد ډالرو رسیږي او دغه هیواد یې د افغانستان د اوم سوداګریز شریک په توګه یاد کړ.

په دې غونډه کې د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بیردي محمداوف وویل، هیواد یې د افغانستان د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي او په سوله‌ییزه توګه د افغانستان د لانجې د غوڅولو غوښتونکی دی.

ښاغلي محمداوف د تایپي د ګازو د نل لیکې په اړه وویل، ترکمنستان چمتو دی چې سږکال د دغې پروژې د پلي کولو پر سر عملي کار پیل کړي.

د ترکمنستان ولسمشر وویل "د ترانزیت او بریښنا په برخه کې چې مهمې اقتصادي برخې دي ترکمنستان چمتو دی چې لویې پروژې پلې کړي، په دې ځای کې زما موخه د ګازو د نل لیکه ده چې له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هندوستان ته ځغلول کیږي، د دې پروژې مهمې برخې بشپړې شوې دي، زه په ډاډ غواړم ووایم چې په روان زیږدیز کال کې به موږ د دې پروژې د پلي کولو لپاره په کار پيل وکړو."

ښاغلي محمداوف د تایپي د پروژې د عملي کولو په برخه کې د افغان ولسمشر هڅې وستایلې او له هغه څخه يې مننه وکړه.

قربان قلي بیردي محمداوف وویل چې کابل ته د خپل سفر له پایلو څخه خوښ دی.

په همدې توګه د ترکمنستان ولسمشر وویل، هیواد یې چمتو دی چې د آسیا د زړه هیوادونو (د استانبول د پروسې) کوربه‌توب وکړي.

XS
SM
MD
LG