د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې ملکي تلفات مخ په زېاتېدو دي


پدې رپوټ کې زېاته ملامتي پرېاغېانو اچول کېږی او وېل کېږی، چې هغوی افغانانو ته تاوان ور اړوي.

ملګري ملتونه پخپل هغه رپوټ کې چې پرون ېې په کابل کې خپور کړ، وايي هغه ملکېان چې د سږکال په اولو شپږو مېاشتو کې وژل شوي او ېا زخمی شوي ، دهغو شمېر د پروسږکال په تناسب ٣١ فېصده زېات دی. پدغه شمېر کې ١٣٠٠ مړي او ٢٠٠٠ زخمېان شامل دي.

دملګرو ملتونو رپوټ وايي چې د حکومت ضد قواوې په افغانستان کې د ٧٦ فېصده ځانی تلفاتو مسوولېت په غاړه لري او دا د تېرکال په تناسب ٥٣ فېصده زېاتوالی څرګندوي. په دغه رپوټ کې ١٢ فېصده تلفات دامرېکا، ناټو او حکومت طرفداراو قواوته منسوب ګڼل کېږی.

دملګرو ملتونو خاص استاځي ستېفن ډي مستورا دغه رپوټ دخبردارۍ رپوټ بللی دی. هغه په کابل کې خبرېالانو ته ووېل چې ددغی شخړې غټ قېمت او انساني تاوان د ملکېانو له خوانه ورکول کېږی، په خاصه توګه د ښځو اوماشومانو له خوانه .

په افغانستان کې دامرېکا اوناټو عالېرتبه قوماندان، جنرال ډیوډ پېټرېېس ووېل پکارده چې د ناټو اوامرېکا قواوی دې کارته ادامه ورکړي چې دواړو خواوته دملکېانو د مرګ مخنېوی وکړي. هغه ووېل چې دهرافغان مړېنه داېتلاف مقصد ته تاوان ور اړوي.

همدارنګه د سه شنبی په ورځ باندی د وال سټیریټ ژورنال خپرونې رپوټ ورکړ چې د بشري حقوقو پنځو ډلود وېکي لېکس له وېبپاڼی نه غوښتی دي چې کله د جګړی په زرګونو اسنا د په خپله وېبپاڼه کې خپروي نو پکارده چې داشخاصو نومونه په ښه توګه تصحېح کړي.

د بشري حقوقو په دغو موسسوکې دعفوې نړېواله موسسه هم شامله ده. هغوی وايي چې دهغو افغانانو امنېت ته اندېښمن دي چې په دغه اسنادوکې ښودل شویدي چې داېتلاف له قواوسره مرسته اوهمکاری کوي.

وال سترېت ژورنال ورځپاْڼی رپوټ ورکړېدی چې دوېکی لېکس چلوونکي جولېان اسېنج پوښتنه وکړه چې اېا دعفوې نړېواله موسسه به مرسته وکړی چې د جګړی په اسنادوکې ذکر شوي نومونه اصلاح کړي. دعفوې نړېواله موسسه وايي چې دوی ډېرې محدودې منابع لری خو دمرستی کولو نظرېه به بالکل بابېزه ونه ګڼی.

دامرېکا ددفاع وزارت دوېکی لېکس وېبپاڼه دېته هڅولی ده چې محرم اسناد نور خپاره نکړي. دامرېکا دلوېو درستېزانو د کومېټی رئېس ووېل چې دجولېان اسېنج او دهغه دهمکارانو لاسونه به همدا اوس ېا دکوم ځوان عسکر او ېا د کومې افغان کورنۍ دغړي په وېنو سره وي. جولېان اسېنج ووېل چې وېکی لېکس پنځلس زره اسناد و دخپرېدو مخه نېولی ده. دا اسنا د هغو شپږ نوي زره اسناد و په جمله کې دی چې دوی ته په لاس ورغلی دي. هغه ووېل چې دغه اسناد به تصحېح شی او بېابه خپاره شي.

XS
SM
MD
LG