د لاس رسي وړ اتصالات

رسول: د سولې بهیر به ادامه لري


رسول: د سولې بهیر به ادامه لري
رسول: د سولې بهیر به ادامه لري

د ملګرو ملتونو په عمومي اساملبۍ کې د ځینو هیوادونو د باندنیو چارو وزیران د غونډې په آشیې کې سره راغونډ شول او پر هغې تګلارې یې بحث وکړ چې په لړ کې به یې په افغانستان کې اقتصادي رشد رامنځ ته شي او دغه هیواد به د سوکالۍ او سولې پر خوا حرکت پیل کړي.

په دې لویې غونډې کې د افغانستان، ګاونډیو هیوادونو او د ایتلافي قواوو د هیوادونو د باندنیو چارو وزیرانو برخه اخیستې وه. هغه ایتلافي قواووې چې د لسو کلونو راهیسي د طالبانو پر ضد جنګېږي.

د امریکا په مشري نړیوال ایتلاف په افغانستان کې یوې نوې مرحلې ته ننوځي او چمتوالی نیسي چې په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان څخه د خپلو قواوو د ایستلو لړۍ پیل کړي.

د جرمني د باندنیو چارو وزیر ګایډو ویسترویل چې د آمریکا د باندنیو چارو د وزیرې سره یې د پنجشنبې د ورځې د غونډې مشري کوله وویل چې په داسي حال کې چې د قواوو شمیر په افغانستان کې را کم شي پاملرنه به د ابرېښم لارې ته واړول شي. هغه د تجارت په دګر کې د افغانستان تاریخي ځای ته اشاره وکړه.

ویسترویل داسي وویل: ،،د ابرېښم د لارې په اصطلاح د نوښت په ترڅ کې به هڅه وشي چې د افغانستان ، مرکزي آسیا و جنوبي آسیا ترمنځ ترانسپورتي، سوداګریز او د انرژۍ د برخې ارتباطي لارې جوړې شي او په ترڅ کې به یې نه یواځي د افغانستان دود بیا را ژوندی سي بلکې د نن ورځې افغانستان د بیارغونې سره به هم مرسته وکړي. دمخه لا په دې برخه کې یو لړ وړاندیزونه شوي دي چې سړکونه او پایپلاینونه جوړ شي او مونږ ددغو پروژو نه ملاتړ کړی دی.،،

په عین حال کې د امریکا د باندنیو چارو وزېرې هیلیري کلینټن وویل په افغانستان کې پایداره سوکالي به نه یواځي د افراطیت په کمولو کې مرسته وکړي بلکې ټولې سیمې ته به یې ګټه ورسېږي.

هغې داسي وویل: ،،په یوه ملک کې تل پاتې سوله او ثبات د اقتصادي فرصتونو سره تړلې مسلې دي. خلګ ضرورت لري چې وظیفه ولري، ښه ژوند ولري او د دې چانس ولري چې د خپلې کورنۍ دپاره نفقه برابره کړي. دا مسله د افغانستان په برخه کې په خاصه توګه ډیر واقعیت لري. په دې خاطر چې په سیاسي روغه جوړه بریالی شي، افغانستان ته په کار ده چې په راتلونکي کې د یوه سوکاله او سوله ایز هیواد په توګه راښکاره شي.،،

د یادونې وړ ده چې افغانستان اوس هم د یاغي ګرۍ، انتحاري حملو او نورو امنیتي پېښو سره په مبارزه کې دی. روانه اونۍ د افغانستان پخوانی جمهور ریْس او د سولې د عالي شوار مشر برهان الدین رباني په یوه ځانمرګه برید کې ووژل شو. د هغه مړینه د افغانستان د سولې او بیا پخلاینې د بهیر دپاره یوه غټه ضربه وه، خو د افغانستان د باندنیو چارو وزیر زلمي رسولي خبریالانو ته د غونډې وروسته وویل چې د سولې بهیر به ادامه ولري.

ښاغلي رسول داسي وویل:،،پروفیسور رباني په دې خاطر ووژل شو چې هغه د سولې په بهیر کې بریالیتوب ترلاسه کړی و. که چیري هغه ناکامیدلای نو هیچا به په هغه کې دلچشپي نه درلودای. د سولې بهیر به ادامه لري. دا چې هغه په دې لاره کې ووژل شو هغه حقیقت په ډاګه کوي چې دښمن ویره لري چې د سولې دا بهیر به بریالی شي،،.

دغه راز ښاغلي رسول دا هم وویل چې د حملو او نورو ستونزو سره سره به د امنیتي مسولیتونو د لږد بهیر ادامه وموندي. هغه وویل چې افغانستان به د اقتصادي مرستو برسیره نړیوالې مرستې ته اړتیا ولري چې خپل امنیتي قواووې وروزي او افغان ملي امنیتي قواووې به د ټول ملک مسولیت په غاړه واخلي کله چې نړیوالې قواوو د افغانستان څخه ووځي.

XS
SM
MD
LG