د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه وایی په افغانستان کې بندیان شکنجه کېږي


ملګري ملتونه وایی په افغانستان کې بندیان شکنجه کېږي
ملګري ملتونه وایی په افغانستان کې بندیان شکنجه کېږي

ملگري ملتونه وایي ، په افغانستان کې بندیان په بندیخانوکې شکنجه کیږي، خو دا د حکومت د پالیسوو پایله نه ده.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو مرستو د انسجام ادارې ، په هغه ریپوټ کې چې نن خپور شوی ویلي دي چې د ٢٣٧ بندیانوسره په مرکو کې د پوره نیمايي کسانو د بیانونو نه معلومه شویده چې بندیان شکنجه شویدي.

د ملگرو ملتونو د مرستود انسجام ادارې یا یونیما په ٢٢ ولایتونوکې ۴٧ هغو بندیخانو کې د بندیانوسره مرکې کړیدي چې د افغانستان د استخباراتو د ادارې، اود ملي پولیسو د مامورینو له خوا یې ساتنه کېږي.

دغه څیړنه ښیې چې افغان مقاماتو د دې دپاره چې په مشکوکو کسانو باندې اعتراف وکړي او معلومات تری واخلي ، هغوي یې شکنجه کړیدي. ځیني بندیان وهل شویدي، برقي شاکونه ورکړل شویدي اونور فشارونه پرې راوړل شویدي.

د افغانستان د پاره د ملگروملتونوخاص استازي ، ستفن ډی مستورا، وویل ، د یونیما دغه رپوټ ښیي چې د حکومت پالیسي دا نده چې د بندیانو سره دغسي بده رویه وشي.

ده وویل واقعیت دا دی چه افغان ملی پولیسواو د استخباراتو د ادارې مامورینو چې د دی څیړنې په چارو کې همکاری کړیده ، ښیي چې اصلاحات ممکن دي. یونیما وایي افغان مقاماتو پخپله هم څیړنه پیل کړیده او هم یی ددغو اندیښنو د له منځه وړلو لپاره په نوښتګرو اقداماتو لاس پوری کړی دی.

افغان مامورینو ویلي دي ، د شکنجو او د بندیانو سره د بدې رویې مسولین به د کاره لیري کړل شي او چا چې ډیرغټ جرم کړی وي، هغه به محاکمه شي.

XS
SM
MD
LG