د امریکی په یوه معتبره ورځپاڼه کی راغلی چی د افغانستان جمهور ریس په نظر کی لری د ملگرو ملتونو نه وغواړی چی د ملگرو ملتونو د تور لست نه د طالبانو د پخوانیو غړو د لږ تر لږه پنځوسو تنو نومونه وایستل شی.
د واشنگټن پوست ورځپاڼه د یوه عالی رتبه افغان چارواکی له قوله چی نوم یی نه دی خپور شوی رپوټ ورکوی چی د تور لست نه د دغو کسانو د نومونو ایستل د طآلبانو سره د روغی جوړی د پروسی د پرمخ بیولو لپاره یو شرط دئ.
جمهور ریس حامد کرزي په دی وروستیو وختونو کی په ملک کی د نهه کلنی جگړی د پای ته رسولو لپاره په سیاسی حل باندی ټینگار کړی دی او غواړی د طالبانو د پخوانیو غړو سره تماس ونیسی.
ورځپاڼه لیکی چی د تور لست نه د طالبانو د نومونو ایستل د ملگرو ملتونو د چارواکیو د مقاومت سره مخامخ شوی دی او وایی چی داسی شواهد ورته پکار دی چی وښیی د طآلبانو پخوانیو غړو تشدد غندلی وی ، د افغانستان اساسی قانون ومنی او د طآلبانو او القاعدی سره یی خپلی اړیکی شلولوی .
ملگرو ملتونو د طالبانو په ١٣٧ غړو باندی د سفر کولو او نور بندیزونه لگولی دی.
واشنگټن پوست لیکی چی د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د جمهور ریس بارک اوباما خاص استاځئ تیره اونۍ نیویارک ته تللی ؤ چی هلته د ملگرو ملتونو د چارواکیو سره وگوری تر څو په هغوی فشار واچوی چی د تور لست نه د نومونو د ایستلو پروسه پیل کړی.
خو ورځپاڼه لیکی چی امریکا د تور لست نه د طآلبانو د مشر ملا عمر او ځینو تشدگرو طالبانو د نومونو د ایستلو سره موافقه نه ده.