د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د اسیا تر ټولو وروسته پاتی هیواد دی، راپور


رپوټ: د افغانستان د انساني ودې معیارونه د تیر کال په پرتله دوه درجې ښکته شوي دي
رپوټ: د افغانستان د انساني ودې معیارونه د تیر کال په پرتله دوه درجې ښکته شوي دي

د ملگرو ملتونو پرمختیایي پروگرام (یو ان دی پی) د دوشنبې په ورځ د بشري ودې په هکله خپل کلنی رپوټ خپور کړ. په دې رپوټ کې په ١٨٨ هیوادونو کې د انساني ودې معیارونه (روغتیا، زده کړه، کار، عاید، سیاسي او مدني آزادي) ارزول شوي دي او پر بنسټ یې دغه هیوادونه په څلورو کتگوریو ویشل شوي دي.

په دې رپوټ کې افغانستان د لږو وده کوونکو هیوادونو په کتگورۍ کې راغلی دی او په نړیوال جدول کې ١٧١ شوی دی.

د آسیا په وچه کې افغانستان د انساني ودې د ابعادو له نظره تر ټولو وروسته پاتې هیواد ټاکل شوی دی او هغه ١٧ هیوادونه چې له افغانستان څخه هم وروسته پاتي ارزول شوي دي هغه د افریقا په وچه کې موقعیت لري.

د افغانستان د گاونډيو هیوادونو څخه پاکستان د لږو وده کوونکو هیوادونو په کتگورۍ (۱۴۷). د پرمختللو هیوادونو په کتگورۍ کې د ایران اسلامي جمهوریت (۷۰)، او د چین د خلکو جمهوریت په (۴۰) درجه کې، همداشان تاجکستان د متوسطې درجې وده کوونکو هیوادونو په کتگورۍ کې (۶۹) شوی دی.

​ناروی د فوق العاده وده کوونکو هیوادونو په سر کې دی او په نړیوال جدول کې یې لومړی مقام خپل کړی دی.

استرالیا، سویس او هالند په ترتیب سره په دویم، دریم او څلورم مقامونو کې راغلي دي.

افریقایي هیوادونه نیجر، د مرکزي افریقا جمهوریت او ایریتریا د انساني ودې د جدول په بیخ کې راغلي.

د افغانستان د انساني ودې معیارونه د تیر کال په پرتله دوه درجې ښکته شوي دي. ددې رپوټ د ٢٠١٣ کال په جدول کې افغانستان ۱۶۹ شوی و.

ویل کیږي چې د افغانستان نه د لسگونو زرو بهرنیو ځواکونو له وتلو او د وسله وال تاوتریخوالي له زیاتیدو وروسته په عمومي توگه ددې هیواد د وگړو لپاره د ودې شرایط ستونزمن شوي دي.

XS
SM
MD
LG