د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه: له افغان ولس سره خواخوږي څرګندوو


ناټو وايي، د ایتلاف یو غړی د افغانستان په ختیځ کې د یاغیانو په حمله کې وژل شویدی.
د امریکا په رهبرۍ دناټو نظامي ایتلاف وایي، دغه پوځي د یکشنبې په ورځ هغه وخت ووژل شو چې یاغیانو پرې حمله وکړه. ایتلاف په دې باره کې نور تفصیل نه دی ورکړی.

ددغه عسکر په وژل کېدو سره په دې میاشتي کې د نړېوالو ځواکونو د وژل شویو پوځیانو شمیر شلو تنو ته ورسیدی.

د مې میاشت په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو دپاره ډیره خونړۍ میاشت وه، خو د دې سره سره د تیرو کلونو په مقایسه یې تلفات کم شوي دي. دا په داسي حال کې ده چې بهرني ځواکونه مخکي د دې چې په راتلونکي کال کې خپل ماموریت پای ته ورسوي، امنیتي چارې افغان قواوو ته سپاري.

تیرکال د مې په میاشتې کې د ناټو څلورڅلویښت عسکر په افغانستان کې وژل شوي وو.
ناټو همدغه راز وویل چې د دوشنبې په ورځ یې د هېواد په لویدیځ کې د اېتلاف په کاروان د موټر بم برید شوی خو پوځیان په کې وژل شوي یا ټپي شوي نه دي.

دغه انکشافات په داسي حال کې رامنځ ته کېږي چې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا غړو، په کابل کې د جمعې د ورځې د برید په خاطر د وژل شویو کسانو کورنیوو، افغان ولس او د افغانستان حکومت ته د خواخوږۍ مراتب وړاندي کړیدي. او دغه راز یې زخمیانو ته د صحت دعا کړیده.

د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا غړو په افغانستان کې د ملگرو ملتونو او ددې سازمان د مربوطو ادارو د رول او ونډې سره بیا د خپل کلک ملاتړ څرګندونه کړیده.
XS
SM
MD
LG