افغان او ایتلافي ځواکونه وايي چې پرون یې د کندهار د ولایت د ارغنداب په اولسوالۍ کې د طالبانو دوه مهم قومندانان او د هغوۍ څو تنه ملگري ونیول.
د ایتلاف ځواکونو ووېل چې د پوځي عملیاتو پر وخت یې د شک لاندې دوه نور طالبان هم ونیول.
ناټو وايې چې د طالبانو په یوه مشر یې چې د ایتلاف په عسکرو به یې د حملو پلانونه جوړول ، او د طالبانو د یوې شبکې مشري یې په غاړه لرله حمله وکړه.
په عین وخت کې ناټو وايې چې ایتلافي عسکرو د هلمند په ولایت کې د پوځي عملیاتو پر وخت د ترهگرو یو مشر او د هغه لس تنه ملگري ونېول. د ناټو مامورانو وویل چې د استخباراتي معلوماتو پر اساس ایتلافی ځواکونو په هلمند کې په څو ځایونو باندې حملې وکړې او د طالبانو قوماندانان چې هلته یې د حملو پلانونه جوړول یې ونیول. ناټو وايي چې دغو کسانو غوښتل چې په سېمه کې د افغانستان د حکومت د یوه مامور د کورنۍ په یوه غړي باندې حملې وکړي. خو ناټو د حکومت د دغه مامور هویت افشا نه کړ.