د لاس رسي وړ اتصالات

افغان او امریکایي چارواکي د لوړې کچې سلامشورې پیلوي 


د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي د امریکا د ملي امنیت سلاکار جنرال مک ماسټر د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر سره په یو ټیلیفوني تماس کې د کابل د چهارشنبې د ورځې د برید د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او دا برید یې په سختو ټکو غندلی دی.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا د ستراتیژیکي اړیکو د دفتر رئیس او ویاند قادرشاه امریکا غږ ته د دغې ټیلیفوني خبرو د جزئیاتو په هکله وویل چې ښاغلي مکماسټر د کابل د خونړۍ پیښې له امله د خپلو خلکو او دولت په استازيتوب د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ته د غمشریکۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.

ښاغلي قادرشاه وویل " ښاغلي ماسټر د افغان باعزمه او پیاوړو ځواکونو د قربانۍ او سرښیندنې ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې افغان امنیتي ځواکونو په خپلۍ قربانۍ سره د برید کوونکي موټر وړاندې له دې، چې ټاکلي هدف ته ورسیږي وپیژانده او دښمن ته یې د مخکې تګ اجازه ور نه کړه".

د امریکا د ملي امنیت سلاکار له ښاغلي اتمر سره په خبرو کې ټینګار کړی دی چې د متحده ایالاتو خلک او دولت به د افغانستان له خلکو په ځانګړي توګه له ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه خپل هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکړي.

ښاغلي قادرشاه وویل " ښاغلي اتمر له خپل امریکايي ساري سره په خبرو کې ټینګار وکړ، چې د امریکا متحده ایالاتو او افغانستان ترمنځ د امنيتې تړون په چوکاټ کې د لوړې کچې سلا مشورې ته اړتیا ده ".

ښاغلي اتمر جنرال مک ماسټر ته ویلي دي چې "په کابل کې پر ملکې وګړو خونړی برید د افغانستان له پولو څخه د باندې پلان شوی او د افغانانو پر ضد لویه امنیتي دسیسه وه".

هغه دا هم ویلي چې د تروریزم او د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکو د نابودۍ او مشترکې مبارزې په موخه د لوړې کچې سلا مشورې باید دوام پیداکړي".

د افغانستان او امریکا دغو دوو مقاماتو هوکړه کړې ده چې په نیږدې ورځو کې به د امنیتي تړون په چوکاټ کې د لوړې کچې سلا مشورې پیل کړي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا د ستراتیژیکي اړیکو د دفتر رئیس او ویاند وویل چې تراوسه لا د دغو سلامشورو لپاره نیټه نه ده ټاکل شوې خو په پام کې ده چې ژر پیل شي.

افغانستان د امریکا د متحده ایالاتو سره د ۲۰۱۴ کال د سپټامبر په میاشت کې د سترایژیکي همکاریو یو امنیتي ټړون لاسلیک کړی چې د دغه تړون په جوکاټ کې په لوړه کچه سلامشورې هم شاملې دي.

XS
SM
MD
LG