د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د پنځوايي د پېښې امریکايي عسکر به عدالت ته حاضر کړی شي


افغان مامورین اوعیني شاهدان وایي چې یو امریکایي پوځي نن د افغانستان د قندهار په ولایت کې د خپلې نظامي اډې نه ووتی او په ولسي افغانانو یي ډزې پیل کړې، لږ تر لږه پنځلس افغانان یی ووژل. دغه مامورین وایي، دغه عسکر د خپلې اډې نه ووتی او د پنجوایي په ولسوالۍ کې یې په کورونو باندې بې دریغه ډزې پیل کړې. ناټو وايي دغه پوځي یې بندي کړیدی او د پیښې څیړنه کوي.

په افغانستان کې د امریکا سرپرست سفیر جمز کنگهم نن په ویډیویي بیان کی د دې پیښې د قربانیانو کورنیو ته د امریکا د متحده ایالاتو د تسلیت مراتب وړاندې کړل. کنگهم وایي امریکا په بې گناه ولسي خلکو باندې د امریکایي قواوو له خوا په هر دغسي عمل خواشینه ده او ډاډ یې ورکړ چې دغه عسکر به محاکمه شي.

د ناټو په مشري د نړیوالو قواوو د قوماندان معاون ډگرجنرال ادرین براډشا دا پیښه ډیره خواشینونکې پیښه وبلله اوډیرسخت خپگان یې څرګند کړ. جنرال براډشا په یو بیان کې وویل هغه دغسي یو ظالمانه عمل توضیح کولی نه شيی چې یو شمیر ملکي خلک په کې مړه اوزخمیان شوي دي .

په افغانستان کی د امریکا سفارت په یو بیان کی وویل چې ددغه حملې مسول شخص به عدالت ته حاضر کړی شي.

دا نده معلومه چې څه پیښ شوی و چې دغه پوځي دغسي یو اقدام کړیدی. ددې ډزو نه څو اونۍ مخکې، د امریکایي قواوو او د هغوي د کوربنوو، افغان قواوو ترمنځ اړیکی پدې خړپړی شوی چې په بگرام کې د امریکا په هوایی اډه کې قرآن شریفونه سوزول شوی وو.

سره ددې چې امریکایي مامورینو بخښنه وغوښته او وېویل چې د قرآن شریفونو سوزول سهوه او غلطي وه ، خو په درست افغانستان کی یی تشدد امیزه احتجاجونه را وپارول چه لس گونه خلک په کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG