د لاس رسي وړ اتصالات

۸ امریکايي سرتیري د خپل ملګري د وژل په جرم تورن شول


۸ امریکايي سرتیري د خپل ملګري د وژل په جرم تورن شول
۸ امریکايي سرتیري د خپل ملګري د وژل په جرم تورن شول

د امریکا اته عسکر د افغانستان په جنوب کې د خپل یو بل ملگري پوځي د شکنجه کولو او وژلو په جرم تورن شویدی .

د امریکا پوځ وایي چې دا عسکر د اکتوبر په دریمه د یو نولس کلن پوځي د وژلو په تور نیول شویدي

په دوي کې پنځو باندې د غفلت په حالت کې د قتل کولو تور لگیدلی .

په دریو نورو په انسان وژنه کې د مرستې کولو ،د انسان د بې احترامۍ او د وظیفې په وخت د ناجایزو عاملو تورونه لگیدلي دي.

له بلي خوا نه ناټو وایي چې د افغانستان په ختیځې برخه کې د سړک د غاړې د بم په یوه چاودنه کې ېې یو عسکر وژل شویدی.

د ناټو منابعو د دې پیښې په اړه نور تفصیلات نه دي ورکړي.

دې تازه پیښې نه وروسته د دسمبر په روانه میاشتې کې د افغانستان په لر او بر کې د خارجی قواوو د مړو شمیر ١٧تنه ته رسیدلی دی.

په مجموع کې په دې روان کال کې په افغانستان کی ٥١٧ خارجي عسکر وژل شویدي

د چارشنبې په ورځ د پولینډ څلور عسکر هم په یوې بمي حملې کې وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG