د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي او اوباما دواړو د امریکا او افغانستان ترمنځ د اوږمهاله سند په اړه د پرمختګ یادونه وکړه


دامریکا ولسمشر براک اوباما او دافغانستان ولسمشر حامد کرزي دامریکا او افغانستان ترمنځ داوږدې مودې د ستراتیژېک تړون په برخه کې د پرمختگ ېادونه وکړه. دروېټرز خبری اژانس، د سپېنی مآنی په حواله لیکي چې دواړومشرانو دستراتیژیک تړون په برخه کې چې خبری یې ځنډېدلی وې، د پرمختگ یادونه وکړله. په دغه سند کې به دامریکا او افغانستان ترمنځ دهغو اړیکو څرنگوالی روښانه سي چې کله امریکا او نړېوالې قواوی له افغانستان څخه په 2014 م کال کې ووزی. دسپینې مآڼۍ نطاق جې کارنی وویل چې دواړو اولسمشرانو د جمعې په شپه په وېډېويې ټېلېفون خبري وکړلی.

دافغانستان ولسمشر حامد کرزي د امريکا د متحده ايالتونو له اولسمشر براک اوباما او د بهرنيو چارو له وزيرې هېلري کلنټن سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو، د سولې د پروسې او سيمه ييزو مسايلو په اړه خبرې وکړې.

خبري سرچينې وايی په دې ويډيويي خبرو کې ددواړو هیوادونو ولسمشرانو د سولې د پروسې او د دولت له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو اترو په اړه هم خبرې وکړې او د امريکا ولسمشر د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې څخه خپل ملاتړ اعلان کړى دى .

په دې ويډيويي کنفرانس کې حامدکرزي په نورو خبرو سربېره ، پاکستان ته د خپل وروستي سفر په اړه خبرې وکړې او هغه يې مثبت وباله.

همدارنګه، اولسمشر حامد کرزي او د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلرې کلنټن هم تیر ماښام د ټېلېفوني خبرو په ترڅ کې ددواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د سند ، د سولې د پروسې د څرنگوالی ، د سيمې د حالاتو په اړه خبرې کړې دي.

دا خبری په داسې حال کې وشوې چې څو ورځې مخکې ځينې ناتاييد شوي رپوټونه خپاره شول چې ګواکې د افغان لوري له خوا د ستراتيژيکو همکاريو په اړه پر خپلو شرايطو د ټينګار له امله امريکايي چارواکو له افغانستان سره د ستراتيژيک تړون لاسليک ځنډولى دى.

خو ولسمشر حامد کرزي د کب په ١٥مه ويلي و، چې د ستراتیژیک سند په اړه خبرې روانې دي او ځينې پرمختګونه هم په کې شوي دي .

همدارنګه ځينې راپورونه وايي چې افغان ولسمشر له امريکا سره د ستراتيژيکو همکاريو سند د لاسليکولو په برخه کې د بیلابیلو کړيو تر فشار لاندې دى.

افغان حکومت د بهرنيو ځواکونو لخوا د شپنيو عملياتو بندول او افغانستان ته د بهرنيو ځواکونو تر کنټرول لاندې زندانونو سپارل د شرايطو په توګه وړاندې کړي او ټينګار يې کړى چې له امريکا سره د ستراتيژيکو همکاريو سند بايد د دوديزې لويې جرګې د سپارښتنو او مشورو په پام کې نيولو سره لاسليک شي .

دوديزې لويې جرګې د افغانستان ملي حاکميت، خپلواکي، ځمکنۍ بشپړتيا، اسلامي او افغاني ارزښتونو ته درناوی او د شپې له خوا د خلکو د کورونو د تلاشيو او عملياتو د بندولو په شرط له امريکا سره د ستراتيژيک تړون ملاتړ کړى و.

XS
SM
MD
LG