د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې افغان عسکر امنیت ساتلو ته چمتو دي


هغه افغان ځواکونه چې په قندهار کې گزمه کوي واېې دوې د هیواد د امنیتي دندو د اخیستو لپاره تیار دي.
هغه افغان ځواکونه چې په قندهار کې گزمه کوي واېې دوې د هیواد د امنیتي دندو د اخیستو لپاره تیار دي.
افغان امنیتي ځواکونو په داسې حال کې له بهرنیو ځواکونو څخه د امنیتي چارو مشري ترلاسه کړه چې لاهم په هېواد کې له امنیتي پلوه ډیرې ستونزې او اندیښنې موجودې دي.

په داسې حال کې چې په کابل کې له بهرنیو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته د هیواد د امنیتي چارو د سپارولو ورستی پړاو تر سره شول، هغه افغان ځواکونه چې د قندهار ښار کې گزمه کوي واېې دوې د هیواد د امنیتي دندو د اخیستو د پاره تیار دی.

اوس مهال په افغانستان کې ٦٢ زره امریکایی عسکر او ٣۴ زره ناتو عسکر میشت دي چې ټاکل شوې د ٢٠١۴ کال تر پایه اکثره بهرنی محاربوي عسکر له افغانستان څخه ووځي. افغانستان او د امریکا متحده ایالات په دې خبرې کوي چې یو لږ شمیر ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي. خو تر اوسه پورې د پاتې کیدونکو عسکرو په شمیر او دا چې کومو سیمو کې ځای پر ځای شي، پریکړه نده شوې. یو افغان پولیس فرید احمد واېي نن خوشحاله دی چې د افغانستان امنیتي چار له امریکایی پوځونو نه افغان پوځ ته وسپارل شو.

د قندهار یو اوسیدونکی وزیر محمد ددې خبر داسې هرکلی وکړ او وې ویل افغان پوځیان د دې خاورې بچیان دي او کولای شي په ښه توگه دې خاورې ته خدمت وکړي.

ځیني افغانان لیواله دي چې د ٢٠١۴ کال وروسته د پاتې امریکایی عسکرو په شمیر باندې پوه شي. ځکه چې په هیواد کې د بهرنيو عسکرو د نه شتون له امله د کورنۍ جگړې د رامینځ ته کیدو ویره موجوده ده. خو د ایساف او ناتو په غړو هیوادو کې د دې پرمصرفه جگړې ملاتړ مخ په کمېدو دی.
افغان ځواکونه د قندهار ښار کې گزمه کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:52 0:00

مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG