د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: د مارشال فهیم ځای به څوک ډک نه کړي


د افغانستان د حکومت یو ویاند وايي چې ددغه هېواد د ولسمشر لومړی مسرتیال مارشال محمد قسیم فهیم د ۵۷ کالو په عمر مړ شوی دی.

یادشوی چارواکي وویل چې مارشال فهیم د یکشنبې په ورځ په طبیعي مرګ مړ شو.. نوموړي زیاته کړه چې د هغه د مړیني له کبله به په ټول هېواد کي د درو ورځو دپاره ملي ماتم اعلان شي.


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په یوه ویډیوو پیغام کې چې د ارګ پر ویب پاڼې او پر ټولنیزو ویب پاڼو خپور شو د مارشال محمد قسیم فهیم پر مړینه خواشیني څرګنده کړه او د هغه ځای یې نه ډکیدونکی وباله. ښاغلي کرزي داسي وویل،، د جمهوري ریاست لومړي مرستیال او زما عزیز ورور او ملګري مارشال محمد قسیم فهیم نن سهار له دې فاني نړۍ څخه رخصت واخیست او په حق و رسېد. انالله و انا الیه راجعون."

ولسمشر کرزي مارشل فهیم خپل ملګری او نږدې دوست وباله او داسي یې وویل ،، مارشال فهیم چې زما د۱۲ کلونو ملګری او عزیز دوست و، د افغانستان خدمتګار، ولسي او ولس داره شخصیت او مجاهد و. دا خاوره ډیره پرې ګرانه وه. وفات یې د ده کورنۍ او د افغانستان ملت ته تسلیت وایم.،،

ولسمشر کرزي د مارشال فهیم افکار وستایل اوز یاته یې کړه چې په اساسو او مهمو مواقعوکې په ملي تصامیموکې تل د افغانستان او د افغانستان د خلکو پر خوا ولاړ و د ملي وحدت پلوی، پرخاوره مین او خدمتګار و.

مارشل فهیم یو وخت یو قوي جنګي قوماندان و او د شمالي ټلوالي مشري یې کوله چې د طالبانو په مقابل کي جنګېدله.

مارشال محمد قسیم فهیم کورنۍ وایي چې د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال د یکشنبې په ورځ له غرمې مخکې د زړه د ناروغئ له امله په خپل کور کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

د ارګ
څخه په یوې خپرې شوي بیانیې کي راغلي دي چې د یکشنبې څخه تر سې شنبې تر ورځې پوري به چې د کب له ۱۹ مې تر ۲۱ مې پوري راځي د دریو ورځو لپاره په ټول افغانستان کې ملي ماتم اعلانيږي او په دې موده کې به د افغانستان بیرغ نیم ځوړند وي.


مارشال فهیم څوک و؟


مارشال محمد قسیم فهیم په ۱۳۳۶ لمریز کال کې د پنجشیر ولایت په اومرز نومي سیمه کې زیږدلي و. د لیسې د بشپړیدو څخه وروسته ، د اسلامي حقوقو په رشته کې یې په کابل کې خپل تحصیل ته ادامه ورکړه.

د شوروي اتحاد د سره پوځ د اشغال څخه وروسته مارشال فهیم د احمد شاه مسعود تر مشرۍ لاندي مجاهدینو سره یو ځای شو، او د وخت حکومت پروړاندې یې خپله مبارزه پیل کړه.


د مجاهدینو له بریا وروسته د استاد برهان الدین رباني تر مشرۍ لاندې په جوړ شوي حکومت کې د ملي امنیت د ریس په توګه وګمارل شو.

قسیم فهیم د احمد شاه مسعود تر وژل کېدو وروسته د طالبانو په وړاندي د مقاومت د جبهې مشر و ټاکل شو، او د طالبانو په راپرزولو کې يې د امریکایي پوځونو ترڅنګ لویه ونډه در لوده .


مارشال فهیم په مؤقته اداره کې د حامد کرزي تر مشرۍ لاندې د لومړي معاون او د دفاع وزارت د وزیر په توګه وظیفه تر سره کړه او د جمهور رییس حامد کرزي له خوا ورته د مارشالۍ رتبه هم ورکړل شوه .

په ۲۰۰۹ کال کې مارشال محمد قسیم فهیم د ولسمشر حامد کرزي د لومړي مرستیال په حیث په ټاکنو کې ګدون وکړ اود دغو ټاکنو د ګټلو وروسته ، تر نن پوري د جمهوري ریاست د لومړی مرستیال په توګه وظیفه سرته ورسوله.

د افغانستان اساسي قانون د ولسمشر د مرستیال د مړیني په صورت کي څه حکم کوي؟

د افغانستان د اساسي قانون ۶۸ مه ماده:

که چیري د جمهور ریْس یو مرستیال استعفی وکړي او یا مړ شي، د هغه پرځای بل شخص د جمهور ریٌْس له خوا او د ولسي جرګې په تایید سره ټاکل کېږي. د جمهور ریْس او د هغه د لومړي مسرتیال د یوځايي مړیني په صورت کي په ترتیب سره دویم مرستیال، د مشرانو جرګې ریْس، د ولسي جرګې ریْس او د باندنیو چارو وزیر یو په بل پسي د اساسي قانون د ۶۷ مادې د حکم سره سم د جمهور ریْس وظیفې په غاړه اخلي.
XS
SM
MD
LG