د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د ناټو درې عسکر وژل شویدي


په افغانستان کي د ناتو په مشري قواوي وایی چی درې عسکر یې د بمونو په چاودنو کی وژل شوی دي.

ناتو ویلي دي چی دوه عسکر یې د افغانستان په ختیځ کی د یوه بم په چاودنه کي ووژل سول او یوبل عسکر په جنوب کي په چاودنه کي وژل شوی دی. ناتو په دې باب نور تفصیلات نه دي ورکړي.

په همدې کال کي تر اوسه پوري په افغانستان کي څه د پاسه ٥٣٠ خارجي عسکر وژل شوي دی او په دې ډول د ٢٠٠١ کال نه را پدې خوا چی د امریکا په مشري قواوي په افغانستان کي ځای په ځا شوي دي، سږ کال تر ټولو مرگانی کال دی.

له بلي خوا ناتو نن د شنبې په ورځ ویلي دي چی افغان او ائتلافي قواو د لغمان په ولایت کي په عملیاتو کي څه د پاسه دیرش یاغیان وژلي دي.

ناتو دا هم ویلي دي چی په نورو عملیاتو کی چی د پکتیکا په ولایت کي یې وکړل، د طالبانو یو قوماندان یې وژلی دی. هغه د بمونو د جوړولو کار کاوه او په مستقیمه توگه یې د تیري هفتې په پارلماني انتخاباتو کي په خلکو باندی په حملو کي لاس درلود. رپوټونه وایی چی دغه قوماندان پرون د جمعې په ورځ په هوایی حمله کي وژل شوی دی.

ناتو وویل چی په دې هفته کی یې د طالبانو لږتر لږه دوه نور قوماندانان هم نیولي دي.

XS
SM
MD
LG