ناټو وايي چې د افغانستان په جنوب کې د بم په چاودنه کې یې دوه عسکر وژل شوي دي.
د یکشنبې د ورځې چاودنې د بهرنېو عسکرو تلفات سږکال ٥٣٠ تنو ته ورسول.
د ائتلاف د قواوو لخوا ویل شوي دی چې د افغانستان په نورو برخو کې ددوي قواوو لږ تر لږه پنځه یاغیان د کندهار د ښار په جنوب کې وژلي دي.
ناټو وايي چې دغه یاغیان په کندهار کې د تصفیوي عملیاتو په جریان کې ووژل شول.
ناټو همدارنگه وايي چې یاغیانو هم په مقابل کې په راکټ لانچرونو او ټوپکو پردوی باندي ډزې وکړې.