د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې په دوه چاودنو کې لږ تر لږه 14 کسان وژل شویدي


په افغانستان کې په دوه چاودنو کې لږ تر لږه 14 کسان وژل شویدي
په افغانستان کې په دوه چاودنو کې لږ تر لږه 14 کسان وژل شویدي

په افغانستان کي نن د شنبې په ورځ په دوو بېلو بېلو ځایونو کي مرګانۍ حملې شوي دي.

چارواکي وایي چي یوه حمله په شمال کي د کندز په ولایت کي شوې او په هغې کي حمله کونکي په موټر سایکل باندي تړل شوی بم وچاوه او اته کسه یې ووژل.

د فرانسې خبري آژانس وایي چي د بم په دې چاودنه کي ١٨ کسه زخمي شوي هم دي. په دې باب چي دا حمله چي په یوه مارکیټ کي شوې، چا کړې ده سمدستي څه نه دي ویل شوي.

له بلي خوا چارواکو ویلي دي چي طالبانو د جلال آباد د ښار په هوایي میدان کې د ترصد په یوې پوستې باندې حمله کړیده.

ناتو وایي چي عسکرو یې دا حمله په شا تمبولې او شپږ تنه یاغیان یې وژلي دي چي پکي یوه تن یې د بمونو ډک واسکټ اغوستی و.

طالبانو ویلي دي چي په دې حمله کي یې ١۴ ځان مرګو بم چونکو برخه درلوده.

عیني شاهدان وایي چي په حمله کونکو کي چي وژل شوي دي، درو تنو یې د افغانستان د پوځ جامې اغوستي وې.

یو بل خبر وایي چي د ناتو مشران بله هفته د پورتګال په پایتخت ( لیزبون ) کې را غونډیږي چي د خبرو مهمه موضوع به یې افغانستان وي. د ناتو اروپایي غړي ملکونه غواړي له دې کبله د افغانستان په باب په خپلو تعداتو باندي بیا غور وکړي چي د خلکو ملاتړ یې مخ په کمیدو دی.

د امریکا جمهوررئیس براک اوباما به هم بله میاشت د افغانستان د جګړې په اړه په خپلي ستراتیژۍ باندي له سره غور وکړي. هغه ویلي دي چی د ٢٠١١ کال د جولای په میاشت کي به د افغانستان نه د امریکا دعسکرو تدریجي را ایستل پیل کړي.

XS
SM
MD
LG