د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال داود تخار کې خاورو ته وسپارل شو


جنرال داود تخار کې خاورو ته وسپارل شو
جنرال داود تخار کې خاورو ته وسپارل شو

د پامیر ۳۰۳ زون قومندان جنرال داوود داوود او د تخار د امنیې قومندان مل پاسوال شاه جهان نوري د جنازې په مراسموکې د لوړپورو حکومتي چارواکو پرته د مختلفو ولایتونو زرګونو کسان ګډون کړي وو. د جنازې دغه مراسم نن شاوخوا ۳ بجې د ځانګړو امنیتي تدابیروپه لړکې ترسره شوه. د جنازې ګډونوالو د هیواد او ددین دښمنانو په خلاف شعارونه ورکول او له حکومت څخه یې غوښتنه کوله چې د پېښې عاملین دې زر تر زره و نیسي او محاکمه یې کړي.

د جنازې په مراسمو د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدی د جنرال داوود او د شاه جهان نوري وژل کېدل دردونکي پیښه وګڼله خو زیاته یې کړه چې د دوی وژل کېدل به دسیمې په امنیت به کوم منفي اغیز و نه کړي.

"جنایتکار دښمن، طالبان او ګاونډي هیوادونه دې که د دوی په وژل کیدو داسې فکر کوي چې دوی به خپلو شومو موخو ته ورسيږي، نو اشتباه کوي، او زه اعلان کوم چې د خپل شهید بدل به اخلو."

د سولې د عالي جرګې مشر برهان الدین رباني په افغانستان کې د شخصیتونو وژل کېدل د هیواد د دښمنانو پلان وباله او د دغو دښمنانو د ماتولو لپاره یې د افغانستان له وګړو د یو موټي کېدو غوښتنه وکړه "هغه لاره چې موږ یې له امله خپل کورنيو او بهرنیو دښمنانو ته ماتې ورکولی شو، د ملت یووالی او پیوستون دی، تاسې باید قومي، ډلیزو او نورو اختلافونو ته په خپل منځ کې ځای ورنه کړې چې زموږ د ناتوانۍ لامل وګرځي."

د بدلون او هیلو د ایتلاف مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې وویل چې دغه کسانو د هیواد او دین په خدمت کې ځانونه قرباني کړي او دولت یې باید عاملین پیدا او محاکمه کړي.

" دا پیښه که هر څه وي باید خلک يې په واقیعت خبر شي، د جنرال داوود بوره مور او د شاجهان نوري پلار باید په دې پوه شي چې دلته څه شوي، دا ددې دولت مسوولیت دی."

د ډاکټر عبدالله د خبرو پر وخت په سلګونو کسانو په چیغو ژړل هغه چې په ژړغوني اواز یې خبرې کولې وې ویل "زما زړه د یو ملګري او ورور په حیث داغدار دی، تاسې له ما د سیاسي خبرو پر ځای زما د زړه غږ اورۍ او د زړه خبره مې داده چې ملا مې ماته شوه."

جنرال داوود داوود او امنیې قومندان شاجهان نوري په ګډون شپږ کسه تیره ورځ د تخار د والي په دفتر کې په یوه چاودنه کې ووژل شول په دغه چاودنه کې ۱۲ کسه نور ټپیان شول چې د تخار والي عبدالجبار تقوا هم په ټپیانو کې دی، والي عبدالجبار تقوا چې سر، مخ او لاسونه یې سوزیدلي دي اشنا رادیو ته د دغې پیښې په اړه وویل "موږ یوه ځانګړې محرمه جلسه درلوده، خو کله چې جلسه خلاصه شوه او دباندې راووتو، چاودنه وشوه چې له امله یې زموږ یوشمیرهمکاران ووژل شول، او ځینې ټپیان شول، خپله زه هم په پیښه کې ټپي شوم."

هغه وايي چې د چاودنې په اړه د څیړنو له بشپړیدو مخکې نور څه نه شي ویلی، خو زیاته یې کړه چې دوی ته له مخکې معلومات وررسیدلي وو چې تخار ته یو ځانوژونکی برید کوونکی داخل شوی دی.

د شاهین قل اردو قوماندان ارکان حرب زلمی ویسا چې هغه هم د چاودنې پر وخت د ولایت په ودانۍ کې و د پیښې په اړه وايي نوموړی وايي چې له دغو بریدونو معلومیږي چې د دولت وسله والو مخالفانو ماتې خوړلې او د دوی سره د مخامخ جګړې توان یې له لاسه ورکړی دی.

د یادونې وړه ده چې تېر کال د تالقانو ښار په یوه مسجد کې د چاودنې له امله د کندوز والي انجنر عمر وژل شوی و.

XS
SM
MD
LG