د لاس رسي وړ اتصالات

یوه هفته کې دوه سوه یاغیان ټیپان او وژل شویدي


یوه هفته کې دوه سوه یاغیان ټیپان او وژل شویدي
یوه هفته کې دوه سوه یاغیان ټیپان او وژل شویدي

ناټو وایي، د افغانستان او ایتلاف قواوو، په دې تیری هفتې کی د هیواد په ختیځه سیمه کې د عملیاتو په وخت کی قریب دوه سوه ، (٢٠٠) یاغیان وژلي ، یا زخمي کړیدي.

د ناټو نطاق ، نن ، د دوشنبې په ورځ وویل، افغان پوځیانو د بین المللي ایتلاف د قواوو په ملاتړ، دغه نظامي عملیات ترسره کړل.

ناټو وایي، په دغو وژل شوو، یا نیول شوو یاغیانو کې ، لږ تر لږه شل تنه د حقاني د شبکې کسان وو.

د حقاني شبکه، په دې مشهوره ده چه د امریکا په رهبرۍ د ایتلاف په قواوو باندې، چې د یاغي طالبانوپه ضد جگړه کوي، غټې مرگانۍ حملې کوي.

د پاکستان مقامات د امریکا دا تورونه چې گوندې،د پاکستان استخبارات د حقاني د شبکې ملاتړ کوي ،ردوي . د حقاني شبکه په دې تورنه ده چې تیره میاشت ېي په کابل کې د امریکا په سفارت باندې حمله کړیده.

XS
SM
MD
LG