د لاس رسي وړ اتصالات

په جنوب کې وروستۍ پېښې


په جنوب کې وروستۍ پېښې
په جنوب کې وروستۍ پېښې

ناټو دجمعې په ورځ ووېل چې د سړک د غاړي په چاودنه کې د دوي ېو غړی وژل شوېدی. دغه پېښه دافغانستان په جنوب کې شوېده. دنړېوال اېتلاف له خوانه په دغه برخه کې نور تفصېل ندی ورکړل شوی.

په ېوه جلا پېښه کې، دافغانستان چارواکی وايی چې ېاغي طالبانو ېوا فغان ترجمان دکندهار د ښار په ېوه مرکز کې دېوه برېد په ترڅ کې وژلی دی.

ناټو همدارنگه وايي چې د دوي پنځه تنه عسکر ، دامرېکا ېو قراردادي او دوه افغان امنېتی ماموران په هغه برېد کې زخمي سوېدي چې د پنجشنبی په ورځ پیل شو.

په همدغه برېد کې لږ تر لږه دری وسله والو افراطېانو ددغه مرکز له ېوه نږدې ودانۍ نه پر مرکز ډزې شروع کړلې. د ډزو په ترڅ کې دوه برېد کوونکي ووژل شول. په کابل کې دامرېکا سفارت ووېل دغه برېد څو ساعته دوام وکړ. برېد کوونکو پر مرکز د راکټ لانچر ډزې کولې.

رپوټ وايي دکندهار په مرکز کې د ناټو عسکر او د ولایتي بېارغونې ډلې ځواکونه میشت دي. مرکز ته نږدې سړک بند کړل شوی و په داسی حال کې چې امنېتي قواوو دهغو چاودونکو توکو د خنثی کولو هڅه کوله چې سړک ته نېژدې په ېوه پارک سوي موټر کې پېدا سوی وو.

XS
SM
MD
LG