د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي د ژیړۍ هوايي بمباري غندلې ده


کرزي د ژیړۍ هوايي بمباري غندلې ده
کرزي د ژیړۍ هوايي بمباري غندلې ده

د افغانستان جمهور رېس حامد کرزي دناټو دتړون دهواېې ځواکونو هغه حمله غندلې ده چې د افغانستان په جنوب کې ېې 7 کسان چې اکثرېت ېې واړه ماشومان دي وژلي دي.

د ښاغلي کرزي دفتر نن ووېل چې د سېمه اېزه مامورانو د معلوماتو او خبري راپورونو له مخې دنړېوال اېتلافي ځواکونو په دغه حمله کې چې د قندهار ولاېت د ژېړۍ په ولسوالۍ کې ېې وکړه اوه کسان وژل شوي دي، چې شپږ تنه ماشومان هم په کې شامل دي. په دې پېښه کې دوه تنه ځوانې جونې هم زخمي شوي دي.

د افغانستان د جمهوري رېاست ېوه مطبوعاتي بېانېه واېې چې ښاغلی کرزې ددغه خبر د اورېدو له امله ډېر خفه شوی دی او د تفتېش له پاره ېې ېوه هېت ټاکلې دی.

د ژړۍ ولسوال نېاز محمد سرحدي ‍AFP خبري اژانس ته ووېل چې د حملې هدف هغه طالب جنگېالي و چې غوښتل ېې دسړک پر غاړه بمونه ښخ کړي. خو هدف ېې خطا کړ او دشاوخوا کورونه ولگېدل. ناټو لا سمدستي په دې باب کومه تبصره نه ده کړې.

له بلې خوا د فراه ولاېتي ماموران واېې چې طالبانو نن د فراه په ولاېت کې د لارېو په هغه کاروان باندې برېد وکړ چې دناټو دځواکونو لپاره ېې خوراکي او لوژېستکي مواد با رکړي و. د فراه د ولاېت مامورانو ووېل چې په دغه حمله کې 7 تنه افغان محافظېن وژل شوي او 9 لارئ او موټر سوځول شوي دي.

د فراه د والي د دفتر ېوه وېاند خبرېالانو ته ووېل چې ددغې پېښې نه وروسته پولېس د حملې ځاې ته ورسېدل.دAP خبري اژانس د وېاند له قوله راپور ورکوي چې په کاروان کې کوم خارجي عسکر نه ؤ موجود. په داسې حال کې چې سمدستي لا هېچا د ناټو په دغه اکمالاتي کاروان باندې د حملې مسوولېت په غاړه نه دی اخېستلې ، خو طالبانو د تېرو لسو کلونو وسله وال پاڅون په دوران کې تل د ناټو په اکمالاتي کاروانونو باندې د حملو نه د ېوه جنگي تکتېک په توگه استفاده کړې او د پاکستان پر لاره چې هم کوم کاروانونه چې په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو لپاره مواد انتقالوي ، طالبان پر ې برېدونه کوي.

XS
SM
MD
LG