د لاس رسي وړ اتصالات

په فراه کې طالبانو په حکومتي ملیشو برید کړی


وسله والو سړو د فراه په ولایت کې د افغانستان د حکومتي ملیشوو په يوه پوسته باندې بريد کړی او لږ تر لږه ٨ تنه يې وژلي دي. طالبانو ددغې وژونکې حملې مسووليت په غاړه اخيستلی دی. د حکومت ماورانو نن د پنجشنبې په ورځ وويل چې وسله والو سړو د فراه د ولايت د خاک سفيد په ولسوالۍ کې په دغه پوسته باندې د چهارشنبې په ورځ ناوخته حمله وکړه.

مامورانو وويل چي په پوسته کې محليي پوليس پراته وو او څه موده مخکي د آمريکا د پوځ په مالي مرسته جوړه شوې وه. د فراه د ولايت مامورانو وويل چي حمله کوونکو لومړۍ د پوستې يو محافظ وويشت ، بيا پوستې ته ورننوتل او د ټوپکو ډزې يې پيل کړې.

له بلي خوا د افغانستان د حکومت ماموران وايي چي د بدخشان ولايت د کشم د ولسوالۍ په بازار کې نن يوه ځان وژونکي بريد وکړ ،خپل بم يي وچوو او د پوليسو دامنيتي قوماندان نازک مير او دهغه يو محافظ يي ووژل. شپارس کسان په دغه مرگاني بريد کې زخميان شول .

پرون د فارياب ولايت په مرکز ميمنه کې يوه حمله کوونکي خپل بم په داسي حال کي وچوه چې عسکرو په يوه پارک کي د مرکو فلم برداري کوله، د٣ امريکايي عسکرو په شمول يې ١٣ کسان ووژل.

طالبانو ددغې حملي مسووليت په غاړه اخيستلي دی خو په افغانستان کې دآمريکایي او ناټو د ځواکونو قوماندان جنرال جان الن يي کلکله غندنه وکړه جنرال الن نن په يوه مطبوعاتي بيانيه کې وويل چي دغه حمله د کرکي وړ عمل دی او دا خبره ورنه څرگنده کېږي چي دا د سولي د ښمنانو کار و.

XS
SM
MD
LG