د لاس رسي وړ اتصالات

داودزی:طالبان په ۲۰۱۴ کې مشکلات نشي پېښولای


Afghanistan
Afghanistan
په افغانستان کې که څه هم په دې ورستیو کې د طالبانو په مرګانیوو بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی خو افغان چارواکي په دی باوري چې ددی امکان نسته چی د تشدد دغه لړۍ دي د راتلونکي کال د اپریل د میاشتې په انتخابات کې مشکلات جوړ کړي او یا د ٢٠١۴ ام کال ورسته چې کله د ناټو ځواکونه په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پاي ته ورسوي نو طالبان به امنیت ته لوی خطر پیش کړي.

په دی تیرې اونۍ کې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د طالبانو په بریدونو کې د ١٠٠ څخه زیات کسان ووژل شول چې . د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د وزازت په وینا اکثره قربانیان ملکي کسان وو.

د یکشنبې په ورځ د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په اسلام اباد کې د افغانستان سفیرعمر داود زی د کورنیوو چارو د سرپرست وزیر په توګه وټاکی.

عمرداود زي د خپلې نوې د ندی د پیلولو څو ورځې مخکې د امریکا غږ سره په خبرو کې هغه اندیښني رد کړې چې ګواکي افغان امنتي ځواکونه به د خپل هېواد د امنیت ساتلو توان ونلري په داسي حال کې چی د ناټو ځواکونه د راتلونکې کال په پای کې د افغانستان څخه وځي. ،، د ناټو ځواکونو د وتلو ورسته به دهغوي خلا د افغان امنیتي ځواکونو لخوا ډکه شي او افغان ځواکونه د دې جوګه دي ځکه هغوي روزل شوي دي، تربیه شوي دي او ددې مقصد دپاره په وسایلو هم سنبهال دي. موږ دا نه منو چې که د ناټو ځواکونه د افغانستان څخه ووځي نو کیداسي چې په افغانستان کې بیرته ګډوډی رامنځ ته شي. داسي بیخي نه ده او هیڅ داسي وجه هم نسته چی داسي فکر وسي.،،

هغه وویل چې بهریني ځواکونه به د ٢٠١۴ کال ورسته هم په هغه هیواد کی پاته وي چې د افغان ځواکونو سره مرسته وکړي او هغوي ته سلاه مشورې ورکړي.


ښاغلي داودزي هغه اندیښنې هم رد کړی چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې د پروسې نه شتون به د راتلونکي کال د اپریل میاشتي د دولسمشري په ټاکنو کی مشکلات جوړ کړي.

هغه زیاته کړه چې هڅې راونې دي چې د حکومت مخالفین د سیاسي بیا پخلاینې په پروسه کې شامل کړل سي.،، که چېري د بیا پخلاینې په برخه کې پرمختګ وشي او هغوي د مزاکراتو میز ته راشي او د حل یوه لاره پیدا شي نو دا به ډیره ښه خبره وي . که نه نو زه فکر نه کوم چې هغوي دي دومره قوت ولري چې د انتخاباتو مخه دي ونیسي. زه فکر کوم چې انتخابات به وشي ځکه دا د افغان ولس غوښتنه او اراده ده.،،

د امریکا د یوه پلان په لړ کې طالبانو ته اجازه ورکړل شوه چې په قطر کې سیاسي دفتر پرانیزي چې د امریکایانو او افغانانو سره د سولې خبرې وکړي خو ولسمشر کرزی وروسته ددغو خبرو د لړۍ څخه د امریکا او طالبانو ترمنځ د مستقیمو خبرو په احتجاج پر شا شو. د هغه شرط دا وو چې طالبان باید لومړی د هغه د استاځو سره خبرې وکړي.

ولسمشر کرزي تیره اوني پاکستان ته سفر وکړ په دې هیله چې پاکستان به پر طالبانو باندې د خپل نفوذ څخه کار واخلي او هغوي به د مزاکراتو میز ته راوبلي. ظاهراْ ولسمشر کرزی بیرته کابل ته پرته له دې چې د کوم پرمختګ خبرداری ورکړي راستون شو.

د افغانستان د باندنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زي چې په کابل کې یې د یکشنبې په ورځ د خبریالانو سره خبرې کولې د پاکستان څخه وغوښتل چې د افغان ولسمشر حامد کرزي سره دې پر کړیوو ژمنو باندې عمل وکړي. ،،زه به د هغو مشخصو پریکړو پر جزیاتو باندې خبرې ونکړم خو زمونږ تمه دا ده چې د پاکستان حکومت به اسلام آباد ته د افغان ولسمشر حامد کرزي د سفر پرمهال کړي ژمنې عملي کړي.،،

پاکستاني چارواکي وايي چې اسلام آباد ولسمشر حامد کرزي ته ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې به د سولې او بیا پخلاینې د بهیر لپاره خپلې نهايي هڅې وکړي خو دوي وویل چې دا ورته په یقیني ډول معلومه نه ده چې د طالبانو مشران د ولسمشر کرزي د ډلې سره د سولې خبرو ته آماده دي که نه؟

افغان یاغي ډلو د ډیر پخوا راهیسي ولسمشر کرزی رد کړی دی او وايي چې هغه د امریکا ګوډاګۍ دی.
XS
SM
MD
LG