د لاس رسي وړ اتصالات

په میدان شهر کې ځانمرګه برید شوی


افغان ماموران وايي یوه ځانمرگي د افغانستان په ختیځ کې د حکومتي دفترونو سره موټر بم وجنگاوه چې دوه تنه يي ووژل او لږترلږه اویا تنه يي زخمیان کړل . په دغه چاودنه کې د ناټو یو شمیر عسکر هم زخمیان شوي دي.

مقامات وايي چې نن د جمعې په سهار د وردگو په مرکز، میدان شهر کې دغه چاودنه وشوه .
د ایساف نطاق وویل چې دغه چاودنه د وردگو د ولایت ودانۍ ته نژدې وشوه او د ائتلاف یو شمیر عسکر پکې زخمیان شویدي. دی وايي چې ،،موږ دا تائیدولای شو چې د دوردگو د ولایت ودانۍ ته نژدی چاودنه وشوه چې دا ئتلاف یو شمیر عسکر پکې زخمیان شول او دغه رازمحلي خلک هم پکی جدي زخمیان شول . موږ تراوسه پوري د دغې پیښې په باره کې ارزیابي کوو او په مناسب وخت کې به معلومات خپاره کړو.،،

ددغې چاودنې مسؤلیت طالبانو په غاړه اخیستی دی او وايي چې دغه حمله دهغو څلورو طالبانو په ځواب کې شوې چې پدې هفته کې د پل چر خې په زندان کې اعدام شول.

د غه څلور طالبان په هغو څوارلسو کسانو کې وو چې د سه شنبې او چهارشنبی په ورځ اعدام شوی وو. په دغه کسانو باندې د قتلو او د ښځو د بې عفته کولو تورونه لگیدلي وو.
ملگرو ملتونو، اروپايي اتحاد او د بشري حقوقو ډلو دغه ډله ایز اعدامونه غندلي دي.
XS
SM
MD
LG