د لاس رسي وړ اتصالات

په بادغیس کې یوه پولیس خپل پنځه ملګري وژلي


آرشیف
آرشیف
یوه افغان مامور نن د جمعې په ورځ وویل چې د افغانستان د محلي پولیسو یوه غړي خپل پنځه تنه ملګري وژلي دي.


د بادغیس ولایت ویاند میرویس میرزکوال وايي چې پېښه د بادغیس ولایت د قادیس په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. نوموړي د پېښې په هکله ځکه نور جزیات نه درلودلل چې د سیمې سره ټلفوني اړیکې نیول ستونزمنې دي خو هغه وویل چې څیړنې پیل شوي دي او سیمه ته څارونکي لېږل شويدي.


برید کونکی د افغانستان د محلي پولیس غړی وو چې د افغانستان د حکومت او نړیوالو متحدینو له خوا یې تمویل او روزل کېږي چې په خپلو کلیوو او بانډو کې د جګړه مارانو په مقابل کې د ځان دفاع وکړي.


دا د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو له خوا پر خپلو ملګرو او بهرنیانو باندي د بریدونو د لړۍ وروستۍ پېښه وه چې ترسره سوه. دغه راز بریدونه د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو قوت ته ګواښ پېښوي په داسي حال کې چې دغه ځواکونه راتلونکی کال د ټول افغانستان د امنیت مسولت په غاړه اخلي.



د یوه بل خبر د مخې ناټو ویلي دي چې یو عسکر یې د افغانستان په ختیځ کې د یوه بم په چاودنه کې وژل شوی دی. ناټو د پېښې په هکله نور جزیات نه دي ورکړي نه یې د وژل شوي عسکر هویت په ډاګه کړی دی.

دغه راز د لغمان په ولایت کې هم ۸ تنه جګړه مارانو ته چې غوښتل یې د سړک غاړې بمونه ښخ کړي مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه مرګ ژوبله هغه مهال رامنځ ته شوه چې پر یادشویو جګړه مارانو باندي بمونه وچاودیدل.
XS
SM
MD
LG